اخبار
کندز کې له خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه
د کندز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په همکارۍ د سیمه ییزو رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو د ویاندویانو تر منځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه،. . .
هرات کې د ګرځندوی اونۍ په مناسبت د لاسي او هنري صنایعو نندارتون پرانېستل شو
د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ترکیې هېواد د همکارۍ او پراختیا ادارې (تیکا) په همکارۍ د ګرځندوی د اونۍ په مناسبت د لاسي او هنري صنایعو اووه ورځنی نندارتون په. . .
پنجشېر کې د هنر او فرهنګ د معين په ګډون فرهنګي غونډه ترسره شوه
یکشنبه ( ۵ د ربيع الآخر ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي پنجشیر ولایت کې د لیکوالانو، شاعرانو او هنرمندانو په فرهنګي غونډه کې ګډون وکړ.
د ناستې. . .
د کورنيو توليداتو په ملي نندارتون کې یو شمېر لرغوني او فرهنګي اثار نندارې ته وړاندې شول
د خوست ښار د جرګو په تالار کې د کورنيو توليداتو درې ورځني ملي نندارتون کې د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست بېلابېل لرغوني، فرهنګي، هنري او ادبي آثار نندارې ته وړاندې شول.
د اطلاعاتو آمر. . .
د اطلاعاتو او کلتور وزارت پلاوي د سرپل ولایت اړوند لرغونو سیمو څخه لیدنه وکړه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پیژندنې کمیتې غړي او د علومو آکاډمۍ د کوشاني څیړنو نړیوال مرکز رئیس سرمحقق کتاب خان فیضي د یو پلاوي په مشرۍ د سرپل ولایت اړوند د فرهنګي میراثونو او. . .
لغمان کې یو شمېر ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د بشري حقونو او په رسنیو د څار ادارې په همکارۍ د دغه ولایت یو شمېر مصلحو ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د ناستې په لړ کې ځوانانو په خپلو. . .
د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د رئيس مولوي فیض الله جوهري په مشرۍ د یاد ولايت د رسنيو له مسؤلينو، خبريالانو او د امارتي ادارو له وياندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو. . .
فاریاب کې د ځوانانو د استعدادونو او سوداګرۍ مهارتونو د پراختیا له مرکز څخه سلګونه ځوانان فارغ شول
د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ د اکټید دفتر د ځوانانو د استعدادونو او سوداګرۍ مهارتونو د پراختیا له مرکز څخه ۳۵۴ تنه ځوانان فارغ شول، چې د فراغت مراسم یې د اطلاعاتو او. . .
د اطلاعاتو او کلتور رئیس په تولک ولسوالۍ کې په لاس د قرانکريم له ليکونکي سره وکتل
د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالحي زعیم د دې ولایت ولسوالیو ته د خپل سفر په لړ کې د تولک ولسوالۍ له تاریخي او لرغونو ځایونو، سیمه ییزو مسؤلینو، ډلګۍ مشرانو، فرهنګیانو،. . .
