د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د سیرت النبي ﷺد سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۰:۴۷
...

دغه سیالۍ د لوګر اطلاعاتو کلتور ریاست له لوري د مرکز او یو شمېر ولسوالیو څخه د ښوونځیو، دیني مدرسو زده کوونکو، زده کړیالانو او ځوانانو په شمول شاوخوا دوه سوه تنو تر منځ  ترسره شوې وه، چې ۱۸ تنه مخکښ ګډونوال یې د یوې غونډې په ترڅ وستایل شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي فیض الله جوهري د دغې سیالۍ ټولو ګډونوالو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل: له اکثره ځوانانو څخه په بې پامی کې د پردیو کلتورونو تقلید کیږي، چې ورته سیالۍ کولای شي، د دښمن د شومو موخو مخه ونیسي او ځوان نسل د خپل خوږ نبي ﷺ له سیرت او صورت سره پوره آشنا کړي.
دغه راز ښاغلي جوهري له دا ډول علمي سیالیو څخه موخه د ځوان نسل فکري رغښت، د دیني او عصري زده کړو په برخه کې د دوی د معلوماتو زیاتوالی او په ټولنه کې د مطالعې دود غښتلي کول یاد کړل.
دغه راز د یادې سیالۍ ګډونوالو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له علمي پروګرامونو څخه د مننې ترڅنګ د ورته نورو پروګرامونو جوړولو غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د یادې سیالۍ لومړي مقام ګټونکي ته یو پایه لیپ ټاپ کمپیوټر، دویم مقام ګټونکي ته یو سیټ مبایل، دریم مقام ګټونکي ته یو لاسي ساعت، او پاتې نورو مخکښو ګډونوالو ته کتابونه او بېلابېلې ډالۍ ووېشل شوې.

۱۴۴۷/۴/۲۳ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۳:۳
Background image

ننګرهار کې د نویو سیاحتي سیمو د پېژندنې په موخه د ډله‌ ییزو سفرونو لړۍ پیل شوه

 ننګرهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د سیاحتي شرکتونو په ګډې همکارۍ د دغه ولایت نویو طبیعي او تفریحي سیمو د پېژندنې په موخه د ډله‌ ییزو سفرونو لړۍ پیل شوه.
د دې لړۍ لومړی سفر د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۴۰
Background image

خوست کې د کتابونو درې ورځني نندارتون کې شاوخوا ۲۵ زره تنو ګډون کړی وو

دغه نندارتون چې د خوست اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې په همکارۍ جوړ شوی و، د کتاب‌پلورونکو له لوري د کتابونو پر قیمت ۳۰ سلنه تخفیف اعلان شوی و، چې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۵۸
Background image

ګرمسېر کې شانداره مشاعره تر سره شوه

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ګرمسېر ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري د ګڼ شمېر ولسي وګړو په شتون کې شانداره میاشتنۍ مشاعره تر سره شوه.
په مشاعره کې د ګرمسېر. . .

BACK TO NEWS