د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ له رضاکارو ځوانانو سره ناسته وشوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۹:۱
..

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوی کریم‌ الله وثیق  د ځوانانو چارو آمریت په همغږۍ، د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ له یو شمېر فعالو او رضاکارو ځوانانو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او په علمي برخه کې یې د دوی ترسره کړي فعالیتونه وستایل.
ښاغلي وثیق د زده کړو او عامه افکارو جوړولو برخه کې د دغو ځوانانو له ترسره کړیو فعالیتونو څخه مننه وکړه او ویې ویل: په نننۍ نړۍ کې زده ‌کړې یو حیاتي او مهم اصل دي، د یوې ټولنې د پرمختګ او سوکالۍ کچه د خلکو او په ځانګړې توګه د ځوانانو د زده‌ کړو له کچې سره مستقیم تړاو لري.
دغه راز د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ ځوانانو هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دوامداره ملاتړ څخه مننه وکړه او د ښاغلي وثیق سره یې د ځوانانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه خپلې نوې طرحې او پروګرامونه شریک کړل.
د یادونې وړ ده، چې د رضا کاره ځوانانو کمیټې په نجراب، کوهبند او اله سای ولسوالیو کې د ځوانانو فکرونو رغولو، علمي ودې او یو د بل منلو کلتور پیاوړي کولو په موخه جوړې شوي دي او دغه کمیټې به نورو ولسوالیو کې هم جوړې شي.

۱۴۴۷/۵/۱۴هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۴
Background image

بلخ کې له خبریالانو، د رسنیو له استازو او د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه 

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د افغان ژورناليستانو د اتحاديې له لوري له خبریالانو، د رسنیو له استازو او د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو سره د اطلاع رسونې بهیر کې چټکتیا او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۱
Background image

پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه ترسره شوه

پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه د پروان والي شیخ عزیزالرحمن منصور په مشرۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس، د امارتي ادارو مطبوعاتي مسوولینو او ویاندویانو، د رسنیو استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۱۹
Background image

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په مشرۍ د بېلابېلو رسنیو له مسؤولینو او استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د رسنیو د فعالیتونو، د کره او پر وخت معلوماتو د خپرولو، د. . .

BACK TO NEWS