د امارتي ادارو د وياندويانو، خبریالانو او يوناما دفتر مسؤلینو ترمنځ ګډه ناسته وشوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۲:۰
...

د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري په ختيځ کې د يوناما دفتر په مالي همکارۍ د ملکي او نظامي ادارو ویاندویانو، خبریالانو، رسنیو مسؤلینو او ولسوالانو سره د لا غوره همغږۍ په موخه ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل: لغمان کې له خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو سره ښه همغږي موجوده ده، اطلاعاتو ته لاس رسی اسانه دی او د خبریالانو د ستونزو د اوریدو په موخه میاشتنۍ ناستې ترسره کیږي.
په ختيځ کې د یوناما دفتر مسولې میرمن کرن لي کوټس په لغمان کې د اطلاعاتو او کلتور رياست، رسنيو او د امارتي ادارو د وياندويانو ترمنځ د ښې همغږۍ او همکارۍ د ستاينې ترڅنګ، د خبریالانو لپاره د لا زياتو اسانتياوو، د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د لا ښو اړیکو جوړولو او بېلابېلو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ورته مهال د لغمان ولايت مقام دفتر رئیس شکرالله کاوون ډاډ ورکړ، چې دغه ولایت کې د خبریالانو لپاره هر ډول سهولتونه برابر دي، ولایت مقام د دوی هرې ستونزې ته پر وخت رسېدګي کوي او اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې یې ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
د ناستې په پای کې د ګډونوالو ترمنځ د خبریالانو لخوا له ولسوالانو او د هغوی له دفتر سره د اړیکو جوړولو پر لارو چارو، د روغتیا، پوهنې او اقتصاد په برخه کې د عامه پوهاوي کچې لوړولو او یوشمېر نورو موضوعاتو ازاد بحث ترسره شو.

۱۴۴۷/۵/۲۱ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۴۰
Background image

خوست کې د کتابونو درې ورځني نندارتون کې شاوخوا ۲۵ زره تنو ګډون کړی وو

دغه نندارتون چې د خوست اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې په همکارۍ جوړ شوی و، د کتاب‌پلورونکو له لوري د کتابونو پر قیمت ۳۰ سلنه تخفیف اعلان شوی و، چې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۵۸
Background image

ګرمسېر کې شانداره مشاعره تر سره شوه

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ګرمسېر ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري د ګڼ شمېر ولسي وګړو په شتون کې شانداره میاشتنۍ مشاعره تر سره شوه.
په مشاعره کې د ګرمسېر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۴۶
Background image

د غزني درېيو ولسوالیو کې علمي سمینارونه وړاندې شول

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د تېرو درېیو ورځو په لړ کې د پوهنې آمریتونو په همغږۍ په رشیدانو، زنخان او خواجه عمري ولسوالیو کې ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي. . .

BACK TO NEWS