سمه لیکنه او ليکدود د ټولنې د ښکلا لامل ګرځي

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۵۰
...

دغه څرګندونه د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رئیس د زرنج ښار له یو شمېر خطاطانو سره په لیدنه کې وکړې. 
د اطلاعاتو او کلتور رئیس خطاطانو ته په وینا کې وویل: په ښار او عامو ځایونو کې سمه لیکنه او ليکدود د ټولنې د ښکلا او پر خطاطۍ هنر د باور  زیاتیدو لامل ګرځي، همدارنګه د هنر د څښتن د عزت او نیک شهرت په برخه کې هم اړین رول لري.
دغه راز نوموړي ښه همغږي او دوه اړخيزې اړيکې مهمې وبللې او زیاته یې کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست پام کې لري، چې د هنر د خاوندانو له آثارو څخه یوه هنري ټولګه جوړ کړي.
ورته مهال خطاطانو د ښې همغږۍ او دوه اړخیزو اړیکو په دوامداره ساتلو کې ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه، هڅه کوو، چې د سمې ليکنې تر څنګ، د هنري ټولګي لپاره خپل چمتووالی ونیسو.

‍۱۴۴۷/۸/۱ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۵
Background image

د عامه کتابتون تالارونه به د شپې تر لسو بجو پرانیستی وي

 د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم وایي، چې له دې وروسته به د عامه کتابتونون تالارونه د پوهې، څېړنې او مطالعې مینوالو پر مخ دشپې تر لسو بجو پرانیستی وي.
د ښاغلي صمیم په وینا؛. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

کاپیسا کې د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د خصوصي ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د هنر او فرهنګ معین دهیواد د نامتو لیکوال او څیړونکي استاد محمد اصف صمیم عیادت وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي د هېواد نوميالي لیکوال، څېړونکي او نقاد استاد محمد اصف صمیم د لیدو او پوښتنې لپاره د هغه کور ته ورغلی و.
د هنر او. . .

BACK TO NEWS