د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۷
...

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده ۱۷مه) د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه  وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور وړاندې کړ او د کمېسيون لاسته راوړنې او فعالیتونه یې مثبت وارزول شول.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه، همدارنګه د ۶۶ بېلابېلو عنوانونو درلودونکي ۴۸۵ ټوکه صادر شوي او وارد شوي او د الفرقان خپرندویې کتابونو او د احمد صمدي مطبعې د قرآن‌کریم د موضوع په اړه بحث وشو او لازمې پرېکړې ونیول شوې.
دغه راز په دې ناسته کې د ارزونې، تألیف او د کتابونو د چاپ په اړه د خپرونو چارو د معین له لوري لازمې لارښوونې او سپارښتنې وړاندې شوې او اړینې پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې ۵ ټوکه راجع شوي کتابونه د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، ترڅو، په راتلونکې ناسته کې یې راپور وړاندې کړي.

۱۴۰۵/۲/۱۴ هـ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۲۱
Background image

(مطالعه په هرځای کې د هرچا لپاره) په نامه علمي او کلتوري سفر تر سره شو

لغمان کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست یو شمېر مسؤلینو، لیکوالانو، شاعرانو او د یقین خصوصي ښوونځي مسؤلینو او زده کوونکو (مطالعه په هرځای کې د هرچا لپاره) ترنامه لاندې د مطالعې کلتور د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۱۶
Background image

د امارتي ادارو ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو د مسوولینو ترمنځ د همغږۍ غونډې وشوې

د بادغیس او فراه ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمېټو په همکاریو د امارتي ادارو ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو د مسوولینو ترمنځ د همغږۍ غونډې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۱۲
Background image

بدخشان کې د بیهقي کتاب‌پلورنځي غرفه پرانیستل شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ د ودې او د خلکو دیني او فرهنګي سرچینو ته د لاسرسي په موخه، بدخشان ولایت کې د یو. . .

BACK TO NEWS