د امارتي ادارو ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو د مسوولینو ترمنځ د همغږۍ غونډې وشوې

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۱۶
..

د بادغیس او فراه ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمېټو په همکاریو د امارتي ادارو ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو د مسوولینو ترمنځ د همغږۍ غونډې وشوې.
د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو مسؤلینو د رسنیزو ستونزو د حل لپاره د ترسره شویو هڅو یادونه وکړه او ویې ویل: په اوسنیو شرایطو کې رسنیو ته د ښه فعالیت کولو زمینه برابره ده، مسؤلینو د سیمه‌ییزو رسنیو له خپرونو خوښي څرګنده کړه او غوښتنه يې وکړه، چې د اسلامي نظام لاسته راوړنې او فعالیتونه په پراخه کچه خپاره کړي.
دغه راز د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې استازو په ټولنه کې د رسنیو رول مهم یاد کړ او زیاته یې کړه، چې رسنۍ د معلوماتو رسولو، زده‌کړې، فرهنګي ودې، د یووالي او ټولنیزې همغږۍ په پیاوړتیا کې اساسي مسؤلیتونه لري او کولای شي، چې د منفي او غلطو تبلیغاتو د خپرېدو مخه ونیسي.
د غونډو په پای کې، ګډونوالو د رسنیزو فعالیتونو د ښه والي او د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه هم شریک کړل.

۱۴۴۷/۱۱/۱۹ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ او جرګه رسټورانټ ترمنځ د هوکړه لیک ترڅنګ زده کړیالانو یاد رسټورانټ ته علمي سفر وکړ

چهارشنبه د (۱۴۴۷ هـ ق د ذوالقعدې ۱۹مه) نېټه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت تر چتر لاندې د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د ټوریزم او هوټلدارۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۳۷
Background image

د کاپیسا په کوه‌بند ولسوالۍ کې یوه نوې تاریخي سیمه کشف شوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، چې د دې ولایت د کوه‌بند ولسوالۍ د تاریخي سیمو د لیدنې پر مهال یې یوه بله لرغونې سیمه د کوه‌بند ولسوالۍ اړوند د کوه‌بچه سیمې په شاوخوا کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۳۰
Background image

ننګرهار کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ذبیح الله نوراني په مشرۍ د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په خپلو خبرو کې د رسنیو له ترسره کړیو. . .

BACK TO NEWS