په شاه‌جوی ولسوالۍ کې د عامه کتابتون د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۰
.

د زابل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د شاه‌جوی ولسوالۍ د شوبار سیمې اوسېدونکو او فرهنګ‌پالو ځوانانو په ګډو همکاریو د عامه کتابتون د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل کړې.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په وینا له یاد کتابتون جوړولو څخه موخه په شاه جوی ولسوالۍ کې د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا او ځوانانو ته د مطالعې مناسب چاپېریال برابرول دي.
د مسؤلینو زیاته کړه، چې د ودانۍ د جوړیدو د چارو تر بشپړېدو وروسته به کتابتون په رسمي ډول پرانیستل شي او د ځوانانو د مطالعې لپاره به د دیني او عصري علومو زرګونه ټوکه د بېلابېلو برخو کتابونه ورته انتقال شي، ترڅو د یادې سیمې ځوانان یې د خپلو علمي ظرفیتونو لوړولو په موخه ترې استفاده وکړي.
دغه راز د سیمې اوسېدونکي د دې فرهنګي مرکز جوړېدل یو مهم ګام وبلل او ویې ویل: دغه کتابتون به د مطالعې فرهنګ، د ځوانانو فکري وده او د علم ظرفیت پیاوړی کړي او په ټولنه کې به مثبت بدلون رامنځته کړي.

۱۴۴۷/۱۲/۲ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۳
Background image

سمنګان کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کنفرانسونو په تالار کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو.
په دې پروګرام کې د امارتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۱
Background image

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له ولسوال، امنیه قوماندان او نوښتګرو ځوانانو سره وکتل

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له نوښتګرو ځوانانو، همدارنګه د ولسوالۍ له ولسوال او امنیه قوماندان سره وکتل.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د خطاطۍ او رسامۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۵۸
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له دویمې او څلورمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دویمې او څلورمې ناحیې د قوای مرکز سیمې اړوند د لوحو او. . .

BACK TO NEWS