د بادغیس والي د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس، د امارتي ادارو ویاندویانو او د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره ناسته وکړه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۹:۴۲
..

د بادغیس والي الحاج ملا ولي‌جان رحمت په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس، د امارتي ادارو له ویاندویانو او د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
د بادغیس والي الحاج ملا ولي جان رحمت وویل: موږ خوښ یو چې له رسنیو سره غونډه ترسره کوو او له هغوی سره نږدې همکاري لرو. رسنۍ باید د اسلامي امارت فعالیتونه او لاسته راوړنې په پراخه توګه انعکاس کړي، ترڅو خلک د نظام له فعالیتونو څخه لا زیات خبر شي.
همدارنګه، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رسنۍ د خلکو او حکومت ترمنځ د اړیکو پُل وباله او زیاته یې کړه: موږ تل له رسنیو سره همغږي لرو او د هغوی د ستونزو د حل لپاره به له هېڅ ډول همکارۍ او مرستې ډډه ونه کړو.
د غونډې په پای کې، د سیمه‌ییزو رسنیو مسؤلینو د معلوماتو ترلاسه کولو په برخه کې د بادغیس ولایت د محلي ادارې له همکاریو څخه خوښي او مننه څرګنده کړه.

۱۴۴۷/۱۲/۷ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله ریحان د دغه ولایت د بېلابېلو امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې له دغې ناستې څخه موخه د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۴
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د دربیع الاول ۲۴مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۲۲
Background image

کندز کې لسګونو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري لسګونو بې‌وزله ځوانانو ته د انګلیسي ژبې وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه.
د ځوانانو چارو آمر وویل: ځوانان باید له شته ښوونیزو فرصتونو څخه ګټه. . .

BACK TO NEWS