په لاس‌ لیکل شوې د قرآنکریم ارزښتمنه نسخه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل شوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۵۷
ږږ

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي؛ چې د قرآن کریم یوه ارزښتمنه په لاس‌ لیکل شوې نسخه، چې نږدې ۸۰۰ کاله تاریخي مخینه لري، د دې ولایت آبشار ولسوالۍ کې موندل شوې او یاد ریاست ته سپارل شوې ده.
د مسؤلینو په وینا، دا لرغونې او بې‌سارې نسخه د آبشار ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي له خوا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته سپارل شوې ده.
د مسؤلینو په خبره، لومړني معلومات ښیي چې دغه سپېڅلی مصحف له تاریخي، فرهنګي او دیني پلوه ډېر لوړ ارزښت لري او لرغونتوب یې شاوخوا اته پېړۍ اټکل شوی دی.
مسؤلینو د دغه هېوادپال وګړي له صادقانه همکارۍ او د مسؤلیت له احساس څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د تاریخي آثارو او فرهنګي میراثونو ساتنه یوه ملي دنده او د ټولو هېوادوالو ګډ مسؤلیت دی.
د یادونې وړ ده، چې د قرآن کریم دا ارزښتمنه نسخه به له تخصصي څېړنو او علمي ثبت او مستندسازۍ وروسته، د فرهنګي میراثونو د ساتنې له اصولو او معیارونو سره سم تر ځانګړې پاملرنې لاندې وساتل شي، ترڅو د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي پاتې شي.

۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله ریحان د دغه ولایت د بېلابېلو امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې له دغې ناستې څخه موخه د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۴
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د دربیع الاول ۲۴مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۲۲
Background image

کندز کې لسګونو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري لسګونو بې‌وزله ځوانانو ته د انګلیسي ژبې وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه.
د ځوانانو چارو آمر وویل: ځوانان باید له شته ښوونیزو فرصتونو څخه ګټه. . .

BACK TO NEWS