سید سجاد سادات د هېواد ۳۴ولایتونو ته په موټرسایکل سفر ترسره کړ

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۳
..

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي؛ د سید سجاد سادات په نوم د هرات ولایت اوسیدونکي د هېواد ۳۴ ولایتونو ته په موټرسایکل سفر وکړ او دا سفر یې لوګر ولایت ته په راتګ سره پای ته ورسوه.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار د دغه ځوان سېلاني هڅې وستایلې او ویې ویل: اوس په افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ دی کورني او بهرني سیلانیانو کولای شي، چې د هېواد کوټ ګوت ته سفرونه وکړي، د هېواد له ښکلو طبیعي سیمو، تاریخي ځایونو او فرهنګي ارزښتونو څخه لیدنه وکړي.
سید سجاد سادات په اصل کې د غزني اوسېدونکی دی او اوس مهال هرات ولایت کې اوسیږي د شاوخوا شپږ میاشتو موده کې د هېواد ۳۴ ولایتونو او له ۸۰ څخه ډېرو ولسوالیو ته سفرونه کړي او دا سفرونه یې لوګر ولایت ته په راتګ پای ته ورسول.
د ښاغلي سادات په وینا؛ له سیاحت سره ځانګړې مینه لري او موخه یې د هېواد بېلابېلو قومونو سره لیدنه، د هغوی د دودونو او رواجونو پېژندل او د دغو ارزښتونو یو له بل سره شریکول بولي او زیاتوي، چې شته ډاډمن امنیت د دغه سفرونو اصلي لامل دی.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم یو افغان ځوان چې جرمني هېواد کې ژوند کوي، په موټر سایکل د افغانستان ګڼ شمېر سیمو څخه لیدنه کړې وه.

۱۴۴۸/۱/۱۶ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۱۶
Background image

بغلان کې له خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه  وشوه

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د همغږۍ د پیاوړتیا او د معلوماتو رسولو د بهیر د ښه والي په موخه، له خبریالانو، د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او د خبریالانو ملاتړو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۱۲
Background image

سلګونو تنو زده کوونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري په استقلال لیسه کې شاوخوا ۴۰۰ تنو زده کوونکو ته د مطالعې دود د پیاوړتیا، د زده کوونکو هڅولو او د اغیزمنې مطالعې لارو چارو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۷
Background image

زابل کې د رسنیو له مسؤلینو، خبريالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د زابل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د افغان خبریالانو د خونديتوب کمېټې په همکارۍ د رسنیو له مسؤلینو، خبريالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS