د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ او د افغان ټور امارتي شرکت ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
دوشنبه (۱۴۴۸ د محرم الحرم ۲۰مه نېټه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت، د ګرځندوی د څیړنې او پراختیا ریاست اړوند د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ او د افغان ټور امارتي شرکت ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ هوکړه لیک د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال، د امارتي شرکتونو رئیس مولوي محمد نبي بهاء او د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا رئیس مولوي محمد صادق صداقت په شتون کې لاسلیک شو.
داوړه خواوو د یاد هوکړه لیک له لاسلیک کولو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: د دغه هوکړه لیک څخه موخه د علمي، ښوونیزو او مسلکي ظرفیتونو لوړول، د عملي زده کړو او کار زده کړې له لارې د کارکوونکو د مسلکي مهارتونو پیاوړتیا، د تجربو او تخنیکي پوهې تبادله، د ټوریزم او هوټلدارۍ په صنعت کې د خدمتونو د کیفیت لوړول، له موجوده امکاناتو او ظرفیتونو څخه اغیزمنه ګټه اخیستنه، د نافذه قوانینو او مقرارتو په چوکاټ کې د ګډو ښوونیزو، څیړنیزو او پرمختیايي پروګرامونو پلي کول دي.
دغه راز د هوکړه لیک له مخې به دواړه لوري د لارښود(ګایډ)، مدیرانو او کارکوونکو لپاره تخصصي روزنیزو پروګرامونو جوړولو، زده کړیالانو ته د عملي کارونو زمینه برابرولو، د سیمینارونو او علمي کنفرانسونو جوړولو، د ګډو څیړنیزو پروژو پلي کولو، د ګرځندوی خدمتونو د کیفیت ارزولو او لوړولو او یو شمېر نور برخو کې به ګډ کار ترسره کوي.
د یادونې وړ ده، چې دغه هوکړه لیک د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ آمر مولوي محمد زمان ناصري او د افغان ټور امارتي شرکت د تجارت او بازار موندنې رئیس نور محمد حسن خیل لخوا لاسلیک شو.
۱۴۰۵/۴/۱۵ هـ ش
