د سیمه‌ییزو رسنیو او مطبوعاتي مسؤولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۶:۱۴
..

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د لا زیاتې همغږۍ، پر وخت او دقیقو معلوماتو د رسولو په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د رسنیو ستونزو د ارزولو ترڅنګ رسنیو ته د اړیکو چینلونو له لارې د معلوماتو رسولو پر څرنګوالي او د اطلاع‌رسونې پر وضعیت هم خبرې وکړې او ډاډ یې څرګند کړ، چې په دې برخه کې هڅې روانې دي، ترڅو د معلوماتو د شریکولو په بهیر کې هېڅ ډول ځنډ او خنډ رامنځته نه شي.
غونډه کې مطبوعاتي مسؤولینو هم د موضوع په اړه خپلې خبرې وکړې او ډاډ یې څرګند کړ، چې د اطلاع‌رسونې بهیر د ښه والي لپاره به پوره هڅې وکړي، ترڅو رسنیو ته معلومات پر خپل وخت او له باوري سرچینو څخه ورسېږي.
مطبوعاتي مسؤولینو د اطلاع‌رسونې د پیاوړتیا او رسنیو ته د معتبرو معلوماتو د پر وخت لاسرسي لپاره د خپلو دوامداره هڅو ډاډ څرګند کړ.
همدارنګه، په غور ولایت کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤول او د رسنیو مسؤولینو د سیمه‌ییزې ادارو په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له همکاریو څخه مننه وکړه او د امارتي ادارو د لاسته راوړونو او د خلکو د ستونزو پر مسؤولانه انعکاس یې ټینګار وکړ.

۱۴۴۸/۱/۲۰ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله ریحان د دغه ولایت د بېلابېلو امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې له دغې ناستې څخه موخه د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۴
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د دربیع الاول ۲۴مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۲۲
Background image

کندز کې لسګونو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري لسګونو بې‌وزله ځوانانو ته د انګلیسي ژبې وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه.
د ځوانانو چارو آمر وویل: ځوانان باید له شته ښوونیزو فرصتونو څخه ګټه. . .

BACK TO NEWS