د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ګرځندوی په پراختیا ټینګار وشو

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۹:۵
...

دوشنبه (٢٧ د محرم ١٤٤٨) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په کابل کې د ترکیې جمهوریت له شارژدافیر سادین آییلدیز سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ګرځندوی، فرهنګي همکاریو او تاریخي اړیکو د لا پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

د غونډې په پیل کې مولوي قدرت الله جمال د افغانستان او ترکیې ترمنځ د تاریخي، فرهنګي، مذهبي او سیاسي اړیکو ستاینه وکړه. نوموړي د ترکیې له دولت، سفارت او په ځانګړي ډول د ټيکا (TİKA) مؤسسې څخه د افغانستان په فرهنګي او تعلیمي برخو کې د ترسره شویو همکاریو مننه وکړه او ویې ویل: چې د عامه کتابتون د مطالعې تالار جوړول، د ملي آرشیف د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره د روزنیزو پروګرامونو ترسره کول، د ځوانانو د لیلیې بیارغونه او په بلخ کې د مولانا د پلار بهاءالدین ولد د خانقاه جوړول د دواړو هېوادونو د ښو همکاریو څرګندې بېلګې دي.

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین زیاته کړه؛ چې افغانستان د تاریخي، فرهنګي او مذهبي ګرځندوی له پلوه پراخ ظرفیتونه لري او هیله یې څرګنده کړه، چې د ترکي شارژدافیر د مأموریت په مهال به د ګرځندوی، فرهنګي میراثونو د ساتنې او د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي.

د ترکیې شارژدافیر د خپلو خبرو په مهال وویل: د افغانستان او ترکیې ترمنځ ګډ تاریخي، فرهنګي، ټولنیز او مذهبي ارزښتونه د دواړو ملتونو د نږدېوالي بنسټ جوړوي او فرهنګ یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو تر ټولو مهم پل وباله.

هغه د ترکیې د ګرځندوی صنعت د خپل هېواد له چټک پرمختګ کوونکو اقتصادي سکټورونو څخه یاد کړ او ټینګار یې وکړ، چې هېواد یې چمتو دی د ګرځندوی، هوټلدارۍ، سیاحتي خدمتونو او د بشري ظرفیت لوړونې په برخو کې خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت د لوړولو لپاره به له اړوندو ترکي ادارو سره همغږي وکړي.

په غونډه کې دواړو لورو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ګرځندوی د اړیکو د پراختیا لپاره د ګډو همکاریو پر مهمو لارو چارو هم بحث وکړ. په دې لړ کې د ګرځندوی په برخه کې د تفاهم‌لیک د لاسلیک، د تاریخي، فرهنګي او مذهبي ګرځندوی د ودې، د دواړو هېوادونو د سیاحتي جاذبو د معرفي کولو، د سیلانیانو د تګ راتګ د اسانتیاوو، د روزنیزو پروګرامونو، د خصوصي سکټور او ګرځندوی شرکتونو ترمنځ د همکاریو، په نړیوالو نندارتونونو کې د ګډون او د ګډې تخنیکي کاري ډلې د جوړېدو په اړه نظرونه تبادله شول.

ښاغلي آییلدیز څرګنده کړه، چې د ترکیې جمهوریت د ویزو د رسمي خدمتونو یوازینی باوري سرچینه په افغانستان کې د صفا خدماتي شرکت دی او افغان وګړي کولای شي، د همدې شرکت له لارې د ترکیې ویزې لپاره نوم‌لیکنه وکړي.

دواړو لورو په پای کې ټینګار وکړ، چې د ګرځندوی په برخه کې د همکاریو پراختیا نه یوازې د دواړو هېوادونو اقتصادي ودې ته زمینه برابروي، بلکې د فرهنګي تبادلو، ولسي اړیکو، د تاریخي میراثونو د معرفي کولو او د سیمې د دوامدارو همکاریو په پیاوړتیا کې به هم مهم رول ولوبوي.

١٤٠٥/٤/٢٢ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۵۱
Background image

میدان وردګو کې سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو میعنیت له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۹
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له دیارلسمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دیارلسمې ناحیې د دشت برچي ساحې اړوند د لوحو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۸
Background image

غور کې د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره د لا زیاتې همغږۍ او ستونزو د ارزونې په موخه غونډه وکړه.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وویل: افغانستان ګڼ شمېر. . .

BACK TO NEWS