هرات کې سلګونو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۲:۴۷
....

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، چې د ځوانانو آمریت اړوند د انګليسي ژبې، کمپیوټر، ویناوالۍ او خطاطۍ ټولګیو کې دوه سوه تنو ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره شوه.
مسؤلینو زیاته کړه، چې د دغو ټولګیو د جوړېدو موخه ځوانانو ته د زده‌کړو فرصتونه برابرول، د ځوانانو د علمي ظرفیت او مهارتونو لوړول او د ځوانانو د وزګار وخت اغېزمن استفاده کول دي.
د مسؤلینو په وینا؛ د دغو پروګرامونو له هرکلي څخه څرګندیږي، چې ځوانان د ګټورو مهارتونو زده‌کړې ته ځانګړې لېوالتیا لري او د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅه کوي، چې د ورته روزنیزو پروګرامونو په مرسته د ځوانانو د علمي، فرهنګي او مسلکي ودې لپاره لا ښه او مناسب فرصتونه برابر کړي.

۱۴۴۸/۲/۴ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله ریحان د دغه ولایت د بېلابېلو امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې له دغې ناستې څخه موخه د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۴
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د دربیع الاول ۲۴مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۲۲
Background image

کندز کې لسګونو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري لسګونو بې‌وزله ځوانانو ته د انګلیسي ژبې وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه.
د ځوانانو چارو آمر وویل: ځوانان باید له شته ښوونیزو فرصتونو څخه ګټه. . .

BACK TO NEWS