د غزني درېيو ولسوالیو کې علمي سمینارونه وړاندې شول

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۴۶
..

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د تېرو درېیو ورځو په لړ کې د پوهنې آمریتونو په همغږۍ په رشیدانو، زنخان او خواجه عمري ولسوالیو کې ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د عامه پوهاوي او فکري اصلاح په برخو کې مهمې او ارزښتمنې خبرې وکړې او له ځوانانو څخه یې وغوښتل، چې د تیرو یرغلونو پر مهال تپل شوي افکار چې د اسلامي شریعت او ملي ګټو خلاف وي، په وړاندې مبارزه وکړي.
نوموړي د ۱۷مې ګڼې (ناوړه دودونو مخنیوي) فرمان د تشریح تر څنګ د درواغجنو خبرونو، تبلیغاتو او د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: اسلامي امارت په تیرو پنځو کلونو کې د حکومتولۍ ټولې چارې په ښه ډول مدیریت کړې دي.
همدارنګه، د سیمینارونو وړاندې کوونکو په ټولنه کې د ځوانانو رول، د ټولنې فکري ثبات، د فکري جګړې د ماهیت او پایلو په اړه خبرې وکړې او د دغې جګړې پر وړاندې یې د مبارزې لپاره د خلکو او حکومت پر یووالي ټینګار وکړ.
په پای کې، د یادو ولسوالیو مسئولینو او ځوانانو د دې پروګرامونو جوړول د ځوانانو د فکري پوهاوي لوړولو او د اسلامي امارت او خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن وبلل او د دې پروګرامونو د دوام ملاتړ یې وکړ.

۱۴۴۸/۳/۲۹ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۳:۰
Background image

په اسلامي نظام کې د خبریالانو د مسلکي او فکري ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ شو

تخار کې «په اسلامي نظام کې د خبریالانو مسلکي او فکري ظرفیت لوړونه» تر سرلیک لاندې روزنیز سیمینار د خبریالانو د مسلکي، فکري او تخصصي ظرفیت لوړولو، د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۱۵
Background image

په هرات کې د ۱۵ څخه د زیاتو پخوانیو او دودیزو هنرونو بیا راژوندي کول

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر آمریت مسؤلين وايي، په دغه مرکز کې د دودیزو هنرونو او لاسي صنایعو د زده کړې، تولید او ودې لپاره د هنر مینه والو ته له پنځلسو څخه د زیاتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۰:۵۷
Background image

جام تاریخي منار د مرکزي ستنې د پیاوړي کولو چارو په چټکتیا او لا ښه والي ټینګار وشو

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د جام منار دننه چارو د بهیر د څارنې او ارزونې په موخه شهرک ولسوالۍ ته سفر وکړ او د آغاخان فرهنګي بنسټ له متخصصینو او د دغه تاریخي اثر د ترمیم او. . .

BACK TO NEWS