د ځوانانو له استازو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو د ځوانانو شوراګانو له استازو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د ځوانانو د شوراګانو او د اطلاعاتو او کلتور ریاست ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا، د ځوانانو د ښوونیزو او فرهنګي پروګرامونو پر ملاتړ او د هغوی د ظرفیت لوړونې لپاره د مناسبو فرصتونو پر برابرولو خبرې وشوې.
د بامیان د اطلاعاتو او کلتور رییس سید مصطفی صالح وویل: د ځوانانو د اړتیاوو، ستونزو او وړاندیزونو د پېژندنې او تعقیب په موخه به د ځوانانو شوراګانو او دغه ریاست ترمنځ لا زیاتې او منظمې همغږۍ ته زمینه برابره کړي.
نوموړي همدارنګه د ځوانانو لپاره د ښوونیزو پروګرامونو، ورکشاپونو او ظرفیت لوړونې سیمینارونو د جوړولو ژمنه وکړه او فرهنګي، علمي او ټولنیزو برخو کې یې د ځوانانو د نوښتونو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
همدا راز د ځوانانو چارو آمر وویل: په فرهنګي پروګرامونو کې د ځوانانو ګډون، د مطالعې د فرهنګ وده، د فرهنګي او تاریخي ارزښتونو ساتنه او د ځوانانو د پوهاوي لوړول د هېواد د پرمختګ او انکشاف په برخه کې مهم رول لري.
په همدې حال کې، د اژدر کلي د ځوانانو شورا رییس د ځوانانو شوراګانو او د اطلاعاتو او کلتور ریاست ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او وړاندیز یې وکړ، چې د همغږۍ ناستې دې په منظم ډول ترسره او د ځوانانو د ښوونیزو، فرهنګي او ظرفیت لوړونې پروګرامونو د ملاتړ لپاره دې ګډ او عملي اقدامات ترسره شي.
۱۴۴۸/۴/۴ هـ ق
