له فرهنګي فعالانو، شاعرانو او اديبانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۴۸
..

په دغه ناسته کې د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي محمدالله ضرار، ګڼ شمېر شاعرانو، ترانه ویونکو او لیکوالانو ګډون درلود.
په پیل کې د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي محمدالله ضرار د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د شعر او شاعرۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان په هکله خبرې وکړې او له شاعرانو څخه يې وغوښتل چې په خپلو شعرونو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان عملي کړي .
ښاغلي ضرار ټينګار وکړ، چې د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست او فرهنګي فعالانو او شاعرانو ترمنځ بايد دا ډول جلسې منظمې شي، د شعر پر کره کتنه، اصلاح او هنريت کار وشي، هره اونۍ ادبي ناستې تنظیم شي، تر څو مو ټولنې ته د ادب او فرهنګ ښه انعکاس وړاندې کړی وي.
د ناستې په دوهمه برخه کې ټولو فرهنګي فعالانو او شاعرانو خپل نظرونه او وړانديزونه د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له مسؤلینو سره شریک کړل چې د دوی له لوري ورته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د يادونې وړ ده چې د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې له دې وروسته به فرهنګي فعالان او شاعران د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره منظمې د همغږۍ او ادبي ناستې په منظم ډول ترسره کوي او د شعر او ځوانانو شاعرانو د روزلو بهیر به ژوندی ساتي.

١٤٤٨/٤/٤ ه ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۲:۳۶
Background image

د دولتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډې ترسره شوې

د بادغیس او کاپیسا د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو د دولتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډې ترسره کړې، ترڅو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

له فرهنګي فعالانو، شاعرانو او اديبانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

په دغه ناسته کې د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي محمدالله ضرار، ګڼ شمېر شاعرانو، ترانه ویونکو او لیکوالانو ګډون درلود.
په پیل کې د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۱۲
Background image

د خپرونو چارو معین د رسنیو له مسؤلینو، ژورنالیستانو او د اړوندو بنسټونو له استازو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د یاد معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفی الله رائد او د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سیف الدین. . .

BACK TO NEWS