د کاپي رایټ اصولو د تطبیق په موخه د مطبعو او کتاب خپرندویه ټولنو له مسؤلینو سره ناسته وشوه
تېره ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کاپي رایټ آمر مولوي عبدالظاهر مخلص د ننګرهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د دې ولایت د امارتي او خصوصي مطبعو، فوټو کاپیو، کتاب خپرندویه ټولنو او کتاب پلورونکو له مسؤلینو سره د کاپي رایټ د اصولو د تطبیق او د لیکوالانو حقونو د خوندیتوب په موخه ناسته وکړه.
د ناستې په ترڅ کې د کاپي رایټ د قانون پر اهمیت، د چاپي اثارو د حقونو پر خونديتوب، د اثارو د چاپ پر مهال د قانوني اصولو پر رعایت او د مطبعو د مسؤلینو پر دندو او مسؤلیتونو خبرې وشوې.
د کاپي رایټ آمر د مطبعو له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د کتابونو، مجلو او نورو چاپي اثارو د خپرولو پر مهال د کاپي رایټ اړوند قوانین او اصول په پام کې ونیسي او د نورو د علمي او ادبي اثارو له ناقانونه چاپ او خپرولو څخه ډډه وکړي.
نوموړي همداراز د کاپي رایټ د اصولو د پلي کېدو په برخه کې د غونډې د ګډونوالو همکاري مهمه وبلله او ویې ویل: د چاپي اثارو د حقونو ساتنه د علمي، فرهنګي او ادبي اثارو د ودې او خوندیتوب لپاره اړینه ده.
په پای کې د غونډې ګډونوالو هم خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او د کاپي رایټ د اصولو د پلي کېدو په برخه کې یې د پوره همکاریو ډاډ څرګند کړ.
۱۴۴۸/۴/۲۷ هـ ق
