د باختر آژانس رئیس زابل ته رسمي سفر وکړ

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۰:۵۲
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د باختر آژانس رئیس او د کډوالو د عامه پوهاوي باصلاحیته استازي مولوي احسان‌الله حسان زابل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس مولوي احمد مختار سره لیدنه وکړه.
ښاغلي حسان وویل: ولایتونو ته یې له سفرونه څخه موخه د باختر آژانس د مدیریتونو له نشراتي فعالیتونو ارزونه او د دغو مدیریتونو د مسؤلینو ستونزې او اړتیاوې له نږدې څېړل دي، نوموړي د باختر آژانس مدیریت ترسره کړې هڅې وستایلې او مسؤلینو ته يې اړینې سپارښتنې وکړې، چې د کډوالو د عامه پوهاوي په برخه کې دې لا ډېر نشراتي راپورونه چمتو او خپاره کړي.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، ښاغلي حسان ته ښه راغلاست وویل او ډاډ یې څرګند کړ، چې د باختر آژانس مدیر د کډوالو د عامه پوهاوي، هغوی ته د ښه راغلاست او نورو نشراتي فعالیتونو په برخه کې پوره هڅې کوي او دا هڅې به دوامداره وي.

۱۴۴۸/۰۶/۱۴ هـ.ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۴
Background image

خوست کې ځوانانو ته فکري او روزنیز سمینار وړاندې شو

د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ځوانانو ته د فکري او روزنیز سمینار په ترڅ کې د سالمې ملګرتیا، د ځوانانو د مسؤلیتونو او په ټولنیز ژوند کې د ځوانانو د رول په اړه معلومات. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د کابل پوهنتون لسګونو زده کړیالانو ته روزنیز سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري په دغه ریاست کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي لسګونو تنو زده کړیالانو ته د عامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د باختر آژانس رئیس زابل ته رسمي سفر وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د باختر آژانس رئیس او د کډوالو د عامه پوهاوي باصلاحیته استازي مولوي احسان‌الله حسان زابل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له. . .

BACK TO NEWS