د باختر آژانس رئیس او د کډوالو د عامه پوهاوي باصلاحیته استازي هرات او نیمروز ولایتونو ته سفر وکړ

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۹:۴۷
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د باختر اژانس رئیس او د کډوالو د عامه پوهاوي باصلاحیته استازي مولوي احسان‌الله حسان هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د منصوري کډوالو له کمپ څخه لیدنه وکړه. نوموړي د کمپ وضعیت، شته امکانات او له کډوالو سره د مرستو او خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی وارزولو او د معلوماتو رسولو، لارښوونې او د کډوالو د ښه هرکلي په اړه یې له اړوندو مسؤلینو سره خبرې وکړې.
دغه راز ښاغلي حسان نیمروز ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ورېښمو پله له لارې هېواد ته د تازه راستنو شویو افغانانو له کمپ څخه هم لیدنه وکړه، د هغوی وضعیت، شته امکانات، د استوګنې شرایط او کډوالو ته د وړاندې کېدونکو مرستو او خدمتونو څرنګوالی یې له نږدې وارزولو.
ښاغلي حسان بېرته راستنو شویو ته د عامه پوهاوي پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې کډوالو ته باید د شته مرستو، اسانتیاوو، حقونو او خدمتونو په اړه کره او پر وخت معلومات ورکړل شي.

۱۴۴۸/۰۶/۱۷ هـ.ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۰:۴۰
Background image

سنګین کې ادبي او فرهنګي مشاعره ترسره شوه

د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري د سنګین ولسوالۍ په عامه کتابتون کې میاشتنۍ ادبي او فرهنګي مشاعره ترسره شوه، چې پکې ګڼ شمېر مسؤلینو، ځوانانو، شاعرانو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۹:۴۷
Background image

د باختر آژانس رئیس او د کډوالو د عامه پوهاوي باصلاحیته استازي هرات او نیمروز ولایتونو ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د باختر اژانس رئیس او د کډوالو د عامه پوهاوي باصلاحیته استازي مولوي احسان‌الله حسان هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د منصوري کډوالو له کمپ څخه لیدنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۳:۲۳
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
دغه ناسته د رسنیو او ادارو ترمنځ د همکاریو او اړیکو. . .

BACK TO NEWS