د هېواد د جمهوررييس د لارښوونو د تعقيبولو په موخه ناسته جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۵ - ۱۰:۴۴
د هېواد د جمهوررييس د لارښوونو د تعقيبولو په موخه ناسته جوړه شوه


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ نن د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمد اشرف غني د لارښوونو د تعقيبولو په موخه د دغه وزارت د مشرتابه پلاوي ناسته جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د هېواد د جمهوررييس د لارښوونې پر بنسټ، د فرهنګ د توليد په برخه کې بايد فرهنګي فکر رامنځته شي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په بېلابېلو برخوکې د خدمتونو د وړاندې کولو کيفيت ته زياته پاملرنه وشي.
په دې ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه پلاوي، د هېواد د جمهوررييس د لارښوونو د تحقق او د دغه وزارت د اړوندو بېلابېلو برخو د خدمتونو د وړاندې کولو د کيفيت د ښه والي په اړوند خپلې نظريې او طرحې وړاندې کړې.
د غونډې په پاى کې حسينې ساپۍ ټينګار وکړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بېلابېلو برخو معينان دې د هېواد د جمهوررييس د لارښوونو د تحقق لپاره د خپلو  اړوندو برخو مشخصې طرحې او پيشنهادونه د دغه وزارت د مشرتابه پلاوي راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

کابل/ د مرغومي ١٤ مه/ باختر

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې، د کمېسیون منشي د یاد کمېسیون د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۴۷
Background image

کاپیسا کې د ژورنالیستانو د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د کاپیسا کې د ژورنالیستانو د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه د رسنیزو اخلاقو او د ژورنالیزم اړوندو برخو کې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

په کاپیسا کې ۷۰۰ تنو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د حصه اول ولسوالۍ د رضاکارو ځوانانو د کمیټې په همکارۍ، په دغې ولسوالۍ کې د البیروني پوهنتون ترڅنګ د بې وزله ځوانانو لپاره وړیا ښوونیز مرکز جوړ. . .

BACK TO NEWS