محمد طاهر زهير په هېواد کې د ګرځندوى صنعت پر ودې ټينګار وکړ

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۱ - ۱۱:۲۱
محمد طاهرزهیر بر توسعه صنعت گردشگری تاکید کرد

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير نن د ګرځندوى، مالي او اداري معینیت له مسوولينو سره په کتنه کې وویل چې د ګرځندوى صنعت ته بايد وده ورکړ شي.

محمد طاهر زهير په دې کتنه کې څرګنده کړه چې د ګرځندوى صنعت په نړۍ کې تر ټولو عايد لرونکى صنعت دى او هلې ځلې دې وشي چې د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو په جلبولو سره دغه صنعت ته زياته وده او پراختيا ورکړ شي.

په کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوى، مالي او ادارې معينې پوهنيارې سېدې مژګان مصطفوي د دغه معينيت د بېلابېلو څانګو په اړه معلومات ورکړل.

وروسته د دغه معينيت رييسانو او آمرينو د خپلو اړوندو څانګو يو کلن کاري رپوټ بيان کړ او په هېواد کې د ګرځندوى صنعت د ښه والي لپاره يې خپلې طرحې او پيشنهادونه وړاندې کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د لرغون‌ پېژندنې په ریاست کې د لرغون ‌پېژندونکو کمېټې غونډه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د لرغون پېژندنې رئیس سید ذبیح‌الله سادات په مشرۍ د لرغون ‌پېژندونکو کمېټې غونډه، د کمېټې د غړو په حضور کې چې د کابل پوهنتون، د افغانستان د علومو اکاډمۍ،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۱۷
Background image

آقچه کې د (ځوان نسل؛ له ځان‌جوړونې تر ټولنې‌جوړونې) په نوم سیمینار ترسره شو

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ د البرز علمي او فرهنګي ادارې له لوري آقچې ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته د (ځوان نسل؛ له ځان‌جوړونې تر ټولنې‌جوړونې) په نوم ښوونیز او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې، د کمېسیون منشي د یاد کمېسیون د. . .

BACK TO NEWS