د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمدطاهرزهیر هرات ته تللی دی

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۵ - ۸:۳۹
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمدطاهرزهیر هرات ته تللی دی

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیرمحمد طاهر زهیر  نن هرات ته لاړ او د هغه ولایت له سرپرست ډاکټر غلام داوود هاشمي سره یې وکتل.

په دې کتنه کې هاشمي هرات ته د محمد طاهر زهیر د سفر هرکلی وکړ او د اصیل افغاني فرهنګ په پیاوړتیا او فرهنګ جوړونه کې یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملاتړ نقش مهم وباله او اړوندو برخو ته یې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د هرات ولایت سرپرست له محمد طاهرزهیر څخه وغوښتل چې د هرات تاریخي آبدو ته په کتو، دغه ولایت ته لا ډېر پام واړوي.

په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمد طاهر زهیر، هرات د آسیا غمی وباله او زیاته یې کړه چې دغه ولایت د خپلو بې جوړې جاذبو له امله ځانګړی خای لري.

محمد طاهر زهیر، کمال الدین بهزاد د اسلامي میناتورۍ هنر بنسټګر او د هرات د هنرمندانو یو مخکښ او نومیالی وباله. ده د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ چې دا مهم میراثي هنر به په یونسکو کې ثبت کړي. ده زیاته کړه چې یونسکو هم د دغه اقدام هرکلی کړی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هرات له فرهنګي ټولنې مننه وکړه چې د اسلامي میناتورۍ هنر د ثبت په اړه یې خپل غږ پورته کړی دی.

د دغه سفر په بهیر کي ټاکل  شوېده چې محمد طاهر زهیر د کمال الدین بهزاد مقبره، هرات جامع جومات، هرات مصلی، د امام فخرالدین رازي مزار، د مولانا عبدالرحمن جامی مزار او د هرات نورې تاریخي سیمې وګوري او حالت یې وارزوي.
کابل/ د  زمري ۲۳ مه/ باختر

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۴:۴۵
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرندویو او فرهنګي بازار د هټیو د نوم‌ لیکنې بهیر پیل شو

شنبه (د ۱۴۴۸ د جمادي‌الثاني ۱۷مه)، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتاب خپرولو ریاست اړوند د خپرندویو او فرهنګي بازار د هټیو د نوم ‌لیکنې بهیر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۴:۴۱
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په بېلابېلو مرکزي ریاستو کې د دیني زده‌کړو د بهیر د پراختیا په موخه شپږ تنه تدریس کوونکي وګمارل شول

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د وړاندیز په اساس، د وزارت په بېلابېلو مرکزي ریاستونو او آمریتونو کې د کارکوونکو د دیني پوهاوي د کچې لوړولو او د دیني زده‌کړو د بهیر د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۴:۳۶
Background image

معرفی شش مدرس به ریاست‌های مرکزی وزارت اطلاعات و فرهنگ جهت تقویت و گسترش آموزش‌های دینی

شش تن از مولوی‌صاحبان محترم به پیشنهاد ریاست دعوت و ارشاد وزارت اطلاعات و فرهنگ، به‌منظور ارتقای سطح آگاهی دینی کارمندان و گسترش و تنظیم روند آموزش‌های دینی در ریاست‌ها و آمریت‌های. . .

BACK TO NEWS