محمد طاهر زهیر: استاد سلیمان لایق د خپل ژوند تر پایه د هېواد د فرهنګ او خلکوپه چوپړ کې و
د ارواښاد استاد سلیمان لایق زوی غرزي لایق نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست او نوماند وزیر محمد طاهرزهیر سره د ده د کار په دفتر کې وکتل اود استاد سلیمان لایق د جنازې په مراسمو کې یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له همکاریو مننه وکړه او د ارواښاد د ناچاپو آثارو د چاپ غوښتنه یې وکړه.
غرزي لایق همدارنګه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له جمهوررییس محمد اشرف غني هم مننه وکړه او په کابل کې یې د لایق د فرهنګي اوادبي بنسټ د جوړولو په اړه یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ته معلومات ورکړل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ارواښاد استاد سلیمان لایق د افغانستان یو فرهنګي او ادبي شخصیت وباله او زیاته یې کړه چې هغه د خپل ژوند تر پایه د هېواد د فرهنګ او خلکو په چوپړ کې و.
د اطلاعاتو او فرهنګ نوماند وزیر د بیهقي کتاب خپرولو موسسې له لارې د ارواښاد سلیمان لایق د آثارو د تدوین او چاپ په اړه د ده کورنۍ ته ډاډ ورکړ. پاى- کابل/ د وږي لومړۍ/ باختر
