د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له پنځمې ناحیې څخه څارنه وکړه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د پنځمې ناحیې د ښوونې او روزنې سیمې اړوند د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو څخه څارنه وکړه.
په پیل کې د کابل ښاروالۍ فرهنګي استازي له ښاریانو او کسبهکارانو وغوښتل چې د خپلو لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح او تنظیم په برخه کې له دې کمېسیون سره همکاري وکړي، نوموړي یادونه وکړه، چې د لوحو متن او منځپانګه باید د دې کمېسیون د اصولو او معیارونو له مخې ترتیب او تنظیم شي.
همدارنګه نوموړي زیاته کړه، چې د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو په ترتیب کې باید ملي ژبو ته لومړیتوب ورکول شي، ځکه د لوحو او تبلیغاتو اعلاناتو تنظیم او ترتیب د ملي ژبو، فرهنګي هویت او د ښار ښکلا په ساتنې کې مهم رول لري.
د کمېسیون غړو د ښاریانو له همکاریو څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې په ګډو همکاریو سره به د معیاري، منظم او د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو سره سم د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د برابرولو زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده، چې په یادې سیمه کې د ۸۹ لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو څارنه وشوه.
۱۴۴۷/۱۱/۱۸ هـ ق