د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له پنځمې ناحیې څخه څارنه وکړه

wasim_admin
Tue, May 05 2026 4:04 PM
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د پنځمې ناحیې د ښوونې او روزنې سیمې اړوند د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو څخه څارنه وکړه.
په پیل کې د کابل ښاروالۍ فرهنګي استازي له ښاریانو او کسبه‌کارانو وغوښتل چې د خپلو لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح او تنظیم په برخه کې له دې کمېسیون سره همکاري وکړي، نوموړي یادونه وکړه، چې د لوحو متن او منځپانګه باید د دې کمېسیون د اصولو او معیارونو له مخې ترتیب او تنظیم شي.
همدارنګه نوموړي زیاته کړه، چې د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو په ترتیب کې باید ملي ژبو ته لومړیتوب ورکول شي، ځکه د لوحو او تبلیغاتو اعلاناتو تنظیم او ترتیب د ملي ژبو، فرهنګي هویت او د ښار ښکلا په ساتنې کې مهم رول لري.
د کمېسیون غړو د ښاریانو له همکاریو څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې په ګډو همکاریو سره به د معیاري، منظم او د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو سره سم د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د برابرولو زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده، چې په یادې سیمه کې د ۸۹ لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو څارنه وشوه.

۱۴۴۷/۱۱/۱۸ هـ ق

تازه ترین اخبار

Mon, May 04 2026 3:56 PM
Background image

A regular meeting of the Book Evaluation Commission was held.

On Monday (17th of Dhul-Qa‘dah 1447 AH), the Ministry of Information and Culture’s Book Evaluation Commission held its regular session under the leadership of the Deputy Minister for. . .

Sun, May 03 2026 1:59 PM
Background image

The Director of Information and Culture of Faryab, accompanied by a delegation, traveled to Andkhoy District.

During his visit, the Director met with media representatives and toured the public library of Andkhoy District. He urged media officials to be mindful of their responsibilities,. . .

BACK TO NEWS