کابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چاپ شوي مواد وویشل شول

wasim_admin
Thu, Nov 05 2026 12:36 PM
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت او د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې (ناوړه دودونو مخنیوي) فرمان او د انساني قاچاق د مخنیوي فرمان په اړه چاپ شوي مواد او یو شمېر فلشونه چې پکې د مشرتابه لارښونې ثبت شوي د پنځمه ناحیې اړوند کمپنی سیمې لویدیځ زون د مسافر وړونکو ترمینل پر موټر چلوونکو وویشل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس الله زبیر وویل: په دغو چاپ شویو موادو کې بروشرونه، سټیکرونه، کتابچې او نور چاپي مواد او یو شمېر فلشونه شامل و، چې د وېش موخه یې خلکو ته د یاد فرمان د لارښوونو رسول او د هغو ناسمو دودونو د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي لوړول دي چې د کورنیو پر اقتصادي او ټولنیز ژوند ناوړه اغېزې کوي.
ښاغلي زبیر زیاته کړه؛ چې د دغو موادو په ویش سره د موټر چلوونکو په مرسته خلکو ته عامه پوهاوی په ښه توګه ترسره کیږي، ځکه ناوړه دودونو زموږ په ټولنه کې د ډېرو ستونزو د جوړیدو لامل ګرځي، همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅې کوي، چې د یاد فرمان اړوند معلومات ټولو ولسونو ته ورسوي.
دغه راز د کمپنی سیمې د لویدیځ زون د مسافر وړونکو ترمینل آمر صفت الله پیروز او موټر چلوونکو له دغه اقدام څخه مننه وکړه او د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي کولو په برخه کې د پوره همکاریو ډاډ څرګند کړ.

۱۴۴۸/۵/۲۴ هـ ق