مسکو کې د ا. ا. ا. لوی سفارت فرهنګي آتشې د فلسطين مظلومو مسلمانانو ته د دعا مراسمو کې ګډون وکړ

wasim_admin
Sat, Jun 13 2026 8:36 AM
.

د روسيې پلازمېنه مسکو کې د ا. ا. ا. لوی سفارت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي آتشې فضل الهادي حمزه د فلسطین سفارت کې " د فلسطین مظلوم ولس او سولې لپاره دعا" په نوم جوړو شوو مراسمو کې ګډون  وکړ.
په یاد پروګرام کې چې پکې د فلسطین لوی سفیر، لوړ پوړو ډیپلوماټانو او سفیرانو، د روسیې د مذهبي فرقو استازو، عامه او سیاسي شخصیتونو هم ګډون کړی و، فلسطین کې د بې ګناه انسانانو د وینې تویولو د پای ته رسیدو او د بیت المقدس ساتنې لپاره د مسلمان مشرانو لخوا د دعاګانو په ګډون د ډیپلوماتیک پیوستون او د نړیوال قانون اهمیت په اړه بیانونه ورکړل شول.

د پروګرام په څنډه کې ښاغلي فضل الهادي حمزه د يو شمېر عربي او ځینو نورو هيوادونو ډیپلوماټیکو استازو، کلتوري او مدني فعالانو سره هم ليدنې وکړې.

تازه ترین اخبار

Sat, Jun 13 2026 8:44 AM
Background image

Cultural Attaché of the Embassy of the Islamic Emirate of Afghanistan in Moscow Participates in Prayer Ceremony for the Palestinian People

Mr. Fazl Elahi Hamza, Cultural Attaché of the Ministry of Information and Culture at the Embassy of the Islamic Emirate of Afghanistan in Moscow, attended a prayer ceremony titled. . .

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

BACK TO NEWS