مسکو کې د ا. ا. ا. لوی سفارت فرهنګي آتشې د فلسطين مظلومو مسلمانانو ته د دعا مراسمو کې ګډون وکړ
د روسيې پلازمېنه مسکو کې د ا. ا. ا. لوی سفارت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي آتشې فضل الهادي حمزه د فلسطین سفارت کې " د فلسطین مظلوم ولس او سولې لپاره دعا" په نوم جوړو شوو مراسمو کې ګډون وکړ.
په یاد پروګرام کې چې پکې د فلسطین لوی سفیر، لوړ پوړو ډیپلوماټانو او سفیرانو، د روسیې د مذهبي فرقو استازو، عامه او سیاسي شخصیتونو هم ګډون کړی و، فلسطین کې د بې ګناه انسانانو د وینې تویولو د پای ته رسیدو او د بیت المقدس ساتنې لپاره د مسلمان مشرانو لخوا د دعاګانو په ګډون د ډیپلوماتیک پیوستون او د نړیوال قانون اهمیت په اړه بیانونه ورکړل شول.
د پروګرام په څنډه کې ښاغلي فضل الهادي حمزه د يو شمېر عربي او ځینو نورو هيوادونو ډیپلوماټیکو استازو، کلتوري او مدني فعالانو سره هم ليدنې وکړې.
