د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مقام دفتر نوی رئیس معرفي او په رسمي ډول یې دنده پیل کړه

wasim_admin
Tue, Jul 07 2026 11:58 AM
..

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د حکم پر اساس مولوي ذبیح‌الله شاکر چې مخکې د پکتیکا ولایت مستوفي و، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مقام د رئیس دفتر په توګه وټاکل شو. نوموړی د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت‌الله جمال، د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق‌الله عزیزي، د وزارت سلاکارانو، رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په شتون کې معرفي او په رسمي توګه یې خپله دنده پیل کړه.
د غونډې په لړ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ښاغلو معین صاحبانو نوموړي ته د نوې دندې مبارکي ویلو ترڅنګ دا مسؤلیت مهم وباله او د وزارت د بېلابېلو څانګو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا، د اداري چارو د بهیر پر چټکتیا، د اغیزمنو خدمتونو پر وړاندې کولو او د وزارت د چارو پر اغېزمنه توګه پلي کېدو ټینګار وکړ. همدارنګه ښاغلو معین صاحبانو هیله څرګنده کړه، چې مولوي ذبیح‌الله شاکر به د خپلو اداري او مدیریتي تجربو په مټ، د وزارت د موخو د تحقق، د کورنیو همغږیو د ښه والي او د اداري خدمتونو د کیفیت د لوړولو په برخه کې اغیزمن رول ولوبوي.
دغه راز مولوي ذبیح‌الله شاکر هم د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له باور څخه مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې ورته سپارل شوی مسؤلیت به په رښتینولۍ او ژمنتیا سره ترسره کړي. نوموړي زیاته کړه، چې د وزارت له رهبرۍ او کارکوونکو سره به په همغږۍ، د چارو د ښه ترسره کولو، غوره خدمتونو د وړاندې کولو او د وزارت د موخو د تحقق په برخه کې به له هېڅ راز هڅو څخه ډډه ونه کړي.

۱۴۴۸/۱/۲۱ هـ ق

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 21 2026 3:51 PM
Background image

Members of Signage and Advertising Boards Reform Commission Meets with Deputy Minister of Industry and Commerce 

On 6 Safar 1448 AH Members of the Signage and Advertising Boards Reform Commission met with the Administrative and Financial Deputy Minister of the Ministry of Industry and Commerce.
Th. . .

Mon, Jul 20 2026 2:56 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Session

On Monday, 5 Safar 1448 AH, the regular session of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS