د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین د امامزاده یحیی زیارت او له عامه کتابتون څخه لیدنه وکړه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي سرپل ولایت ته د سفر په لړ کې د شهید امامزاده یحیی بن زید له زیارت او په دغه تاریخي ځای کې له عامه کتابتون څخه لیدنه وکړه او د یادو ځایونو د چارو او فرهنګي فعالیتونو وضعیت یې وڅېړه.
د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا عبدالغفار حقنما د دغه تاریخي آبدې د تاریخي مخینې او کتابتون د وضعیت په اړه د خپرونو چارو له معین سره اړین معلومات شریک کړل او ویې ویل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې، همدارنګه د فرهنګي فعالیتونو د پراختیا په برخه کې د سپارل شویو مسؤلیتونو له مخې هڅې کوي.
د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د لیدنې پر مهال د امامزاده یحیی د زیارت له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د تاریخي او فرهنګي ځایونو پر ساتنې، د هېواد د ارزښتمنو میراثونو پر سمې پالنې او هغو ځایونو ته پر ځانګړې پاملرنې یې ټینګار وکړ، چې تاریخي او فرهنګي ارزښت لري.
نوموړي همدارنګه د زیارت له عامه کتابتون څخه هم لیدنه وکړه او د مطالعې او کتابتون د فعالیتونو له وضعیت څخه یې معلومات ترلاسه کړل. نوموړي د مطالعې د فرهنګ په وده او علمي او فرهنګي سرچینو ته د خلکو د لاسرسي په زیاتوالي کې د کتابتونونو رول مهم وباله او د مطالعې فرهنګ د لا پراختیا او د کتاب او پوهې مینوالو لپاره د مناسب چاپېریال د برابرولو په برخه کې یې د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.
په پای کې د خپرونو چارو معین د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګي چارو او د تاریخي میراثونو د ساتنې په برخو کې د ترسره کړیو هڅو قدرداني هم وکړه.
۱۴۴۸/۴/۶ هـ ق
