د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین د امام‌زاده یحیی زیارت او له عامه کتابتون څخه لیدنه وکړه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۱۴:۴۱
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي سرپل ولایت ته د سفر په لړ کې د شهید امام‌زاده یحیی بن زید له زیارت او په دغه تاریخي ځای کې له عامه کتابتون څخه لیدنه وکړه او د یادو ځایونو د چارو او فرهنګي فعالیتونو وضعیت یې وڅېړه.
د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا عبدالغفار حق‌نما د دغه تاریخي آبدې د تاریخي مخینې او کتابتون د وضعیت په اړه د خپرونو چارو له معین سره اړین معلومات شریک کړل او ویې ویل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې، همدارنګه د فرهنګي  فعالیتونو د پراختیا په برخه کې د سپارل شویو مسؤلیتونو له مخې هڅې کوي.
د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د لیدنې پر مهال د امام‌زاده یحیی د زیارت له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د تاریخي او فرهنګي ځایونو پر ساتنې، د هېواد د ارزښتمنو میراثونو پر سمې پالنې او هغو ځایونو ته پر ځانګړې پاملرنې یې ټینګار وکړ، چې تاریخي او فرهنګي ارزښت لري.
نوموړي همدارنګه د زیارت له عامه کتابتون څخه هم لیدنه وکړه او د مطالعې او کتابتون د فعالیتونو له وضعیت څخه یې معلومات ترلاسه کړل. نوموړي د مطالعې د فرهنګ په وده او علمي او فرهنګي سرچینو ته د خلکو د لاسرسي په زیاتوالي کې د کتابتونونو رول مهم وباله او د مطالعې فرهنګ د لا پراختیا او د کتاب او پوهې مینوالو لپاره د مناسب چاپېریال د برابرولو په برخه کې یې د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.
په پای کې د خپرونو چارو معین د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګي چارو او د تاریخي میراثونو د ساتنې په برخو کې د ترسره کړیو هڅو قدرداني هم وکړه.

۱۴۴۸/۴/۶ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۱۵:۴
Background image

د چهلستون تاریخي منار د وضعیت ارزونه وشوه

د کابل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند پلاوي د چهلستون تاریخي منار څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې موخه د یاد تاریخي منار د اوسني وضعیت ارزونه او د دغه منار د ساتنې او خوندیتوب په اړه د موجودو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۱۴:۴۱
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین د امام‌زاده یحیی زیارت او له عامه کتابتون څخه لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي سرپل ولایت ته د سفر په لړ کې د شهید امام‌زاده یحیی بن زید له زیارت او په دغه تاریخي ځای کې له عامه کتابتون څخه لیدنه وکړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۱۴:۲۰
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د یو پلاوي په مشرۍ هلمند ولایت ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال د یو پلاوي په مشرۍ هلمند ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د هلمند مرستیال والي مولوي رحیم الله محمود او. . .

BACK TO NEWS