خوست کې د کتابونو درې ورځني نندارتون کې شاوخوا ۲۵ زره تنو ګډون کړی وو

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۴۰
..

دغه نندارتون چې د خوست اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې په همکارۍ جوړ شوی و، د کتاب‌پلورونکو له لوري د کتابونو پر قیمت ۳۰ سلنه تخفیف اعلان شوی و، چې له امله یې د کتاب مینه‌والو لپاره د خپلې خوښې کتابونو د ترلاسه کولو ښه فرصت برابر شوی و.
د نندارتون په لړ کې د ټاکلي مهال وېش ‌له مخې له ۵۰ څخه د زیاتو ښوونځیو زده‌کوونکو ګډون کړی و، همدارنګه د امارتي ادارو مسؤلینو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو زده کړیالانو، د مدرسو طالبالعلمانو، د خصوصي ښوونیزو مرکزونو زده‌کوونکو او په ټوله کې د علم، ادب، فرهنګ او کتاب مینه‌والو په پراخه کچه ګډون کړی و، چې د اټکل له مخې یې شمېر ۲۵ زرو تنو ته رسېده.
د مسؤلینو په وینا؛ په دغه نندارتون کې د (چټکې مطالعې) ځانګړی پروګرام د کتابونو له نندارتون سره هم‌مهاله جوړ شوی و، چې په دې پروګرام کې ګډونوالو ته د سهار او ماسپښین په دورو کې له دریو ( نرمه جګړه، د شیطان پرستانو ګمراهي او الحاد) څخه یو ټاکلی کتاب ورکول کېده او ګډونوالو به په یوه ساعت کې هغه کتاب مطالعه کاوه، له مطالعې وروسته به سمدستي له ګډونوالو ازموینه اخیستل کېده، د ازموینې د پاڼو له کتنې وروسته به په هماغه ځای کې د ګډونوالو لپاره لنډه غونډه جوړېده او بریالیو ګډونوالو ته به معنوي ډالۍ ورکول کېدې، چې په دې پروګرام کې هم شاوخوا ۳۰۰ تنو زده‌کوونکو ګډون کړی و.
مسؤلینو زیاته کړه، چې د چټکې مطالعې غرفه د نندارتون له نویو او مهمو نوښتونو څخه وه، له همدې امله یې د ګډونوالو شمېر محدود ساتلی و.
د کتابونو دغه درې‌ ورځنی نندارتون د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، مطالعې ته د ځوانانو هڅولو، د لیکوالانو او کتاب‌پلورونکو ملاتړ او د ځوانانو او زده‌کوونکو د علمي او فکري هڅونې په موخه جوړ شوی و.

۱۴۴۸/۳/۲۹ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۳:۳
Background image

ننګرهار کې د نویو سیاحتي سیمو د پېژندنې په موخه د ډله‌ ییزو سفرونو لړۍ پیل شوه

 ننګرهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د سیاحتي شرکتونو په ګډې همکارۍ د دغه ولایت نویو طبیعي او تفریحي سیمو د پېژندنې په موخه د ډله‌ ییزو سفرونو لړۍ پیل شوه.
د دې لړۍ لومړی سفر د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۴۰
Background image

خوست کې د کتابونو درې ورځني نندارتون کې شاوخوا ۲۵ زره تنو ګډون کړی وو

دغه نندارتون چې د خوست اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې په همکارۍ جوړ شوی و، د کتاب‌پلورونکو له لوري د کتابونو پر قیمت ۳۰ سلنه تخفیف اعلان شوی و، چې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۵۸
Background image

ګرمسېر کې شانداره مشاعره تر سره شوه

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ګرمسېر ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري د ګڼ شمېر ولسي وګړو په شتون کې شانداره میاشتنۍ مشاعره تر سره شوه.
په مشاعره کې د ګرمسېر. . .

BACK TO NEWS