ننګرهار کې د نویو سیاحتي سیمو د پېژندنې په موخه د ډله ییزو سفرونو لړۍ پیل شوه
ننګرهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د سیاحتي شرکتونو په ګډې همکارۍ د دغه ولایت نویو طبیعي او تفریحي سیمو د پېژندنې په موخه د ډله ییزو سفرونو لړۍ پیل شوه.
د دې لړۍ لومړی سفر د شاوخوا ۱۰۰ کسیز ټیم په ګډون د دره نور ولسوالۍ اتران سیمې ته ترسره شو، چې په کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو ترڅنګ، د سیاحتي شرکتونو مسؤلین، خبریالانو، د ټولنیزو رسنیو فعالانو او یو شمېر ځوانانو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر وایي؛ چې د دغه سفر موخه ننګرهار کې د طبیعي او تفریحي سیمو پېژندل او هېوادوال له نوې سیاحتي ځایونو سره اشنا کول دي، نوموړی زیاتوي، چې د سیاحتي شرکتونو له لوري په تنظیم شوي دغه سفر کې د طبیعي نندارو ترڅنګ بېلابېلې تفریحي برنامې، ویناوې، تمثیلي پارچې او لوبې هم ترسره کیږي.
ورته مهال د سیاحتي شرکتونو مسوولین وايي، هڅې کوي، چې له دې وروسته سیلانیان په منظم او ډله ییزه توګه د ننګرهار او د هېواد نورو طبیعي او تفریحي سیمو ته ولیږدوي او د سفر لپاره ورته د لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
دغه راز په دې سفر کې سیلانیانو هم وویل: چې په ډله ییزه توګه د طبیعي سیمو لیدنې یې د سفر خوند زیات کړ او دوی یې له هغو طبیعي او تفریحي سیمو سره هم اشنا کړل، چې تر دې وړاندې یې په اړه معلومات نه لرل او د دغه ډول پروګرامونو پراختیا سر د هېواد طبیعي، تاریخي او تفریحي سیمې لا ډېرې د لیدنې وړ ګرځي، چې ورسره د کورني سیاحت کچه هم لا نوره پراختیا مومي.
۱۴۴۸/۳/۲۹ هـ ق
