د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تطبیق په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له کارکوونکو سره ناستې وشوې

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۲
,,

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال او د دغه وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالسلام آغا سعید، د وزارت اړوند د معینیتونو، مرکزي ریاستونو او آمریتونو له ټولو کارکوونکو سره د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ځینو اړوندو مادو چې (د اسلامي شریعت لارښوونو سره سم د کارکوونکو د سیرت او صورت جوړولو په اړه دي) د تطبیق په موخه بېلابېلې ناستې وکړې.
په دغو ناستو کې د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالسلام آغا سعید د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون ځینې هغه مادې په تفصیل سره تشریح کړ چې د اسلامي شریعت له لارښوونو سره سم د کارکوونکو د سیرت او صورت جوړولو په اړه صادر شوي دي او له ټولو کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې یاد قانون دغه مادې په بشپړه توګه په جدي توګه رعایت کړي او خپل سیرت او صورت د اسلامي شریعت له لارښوونو سره سم برابر کړي. 
دغه راز د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال د یاد قانون د ارزښت او اهمیت په اړه هراړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل: د اسلامي نظام ټول قوانین او فرامین د اسلامي شریعت د لارښوونو په رڼا کې د فردي او ټولنیز ژوند د سمون، اصلاح او خیر په موخه جوړ شوي دي، چې رعایت او پلي کول ېې پر ټولو لازم دي.
د ښاغلي جمال په وینا؛ د اسلامي نظام د ټولو قوانینو او فرامینو شکرانه اړینه ده، ځکه ټول قوانین او فرامین انسانان د نیکیو په لور دعوت کوي او په دې کې د ټولو ولسونو خیر دی.
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون په بشپړ توګه تطبیق باندې ټینګار وکړ او همدارنګه یې کارکوونکو ته په اداري چاپیریال کې د شرعي اصولو د عملي کولو په اړه اړینې سپارښتنې وکړې.
په پای کې د وزارت کارکوونکو د دغه قانون له یادو مادو څخه هرکلی وکړ او ډاډ یې څرګند کړ، چې د قانون د بشپړ تطبیق، شرعي اصولو د رعایت او د اسلامي نظام د قوانینو او فرامینو د عملي کېدو په برخه کې به پوره همکارۍ وکړي.

۱۴۴۸/۲/۲۸ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۵۱
Background image

د زمري۲۴ مې د ښې نمانځنې په موخه د همغږۍ ناسته وشوه

د کابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د کابل ښار ټولو ناحیو د ځوانانو له استازو سره د زمري ۲۴مې (آزادۍ) ورځې د ښې نمانځنې په موخه د همغږۍ ناسته وکړه.
د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تطبیق په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له کارکوونکو سره ناستې وشوې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال او د دغه وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالسلام آغا سعید، د وزارت اړوند د معینیتونو، مرکزي ریاستونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۳۵
Background image

د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغیزې په نوم د کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

 د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د الرباط فکري او فرهنګي ادارې او پوهنې ریاست په همکاریو چې د دیني مدرسو او ښوونځیو ګڼ شمېر استادانو او امرینو ترمنځ د شرعي نظام په استحکام کې. . .

BACK TO NEWS