زابل کې ادبي مشاعره ترسره شوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۱۱
..

زابل کې د زمري ۲۴مې او ۲۸مې د (خپلواکۍ) ورځو په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په انګړ کې ادبي مشاعره ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر وايي؛ چې یاده مشاعره د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د «البدر ادبي بهیر» له لوري د زمري ۲۴مې او ۲۸مې د تاریخي ورځو په مناسبت جوړه شوې وه.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې ادبي ناسته کې لسګونو شاعرانو، لیکوالانو او د ادب مینه‌والو ګډون کړی و او موخه یې د هېواد د خپلواکۍ د ارزښتونو یادونه، د ادب او فرهنګ پیاوړتیا او د ځوان نسل ترمنځ د ملي احساساتو لا پیاوړي کول وو.
ورته مهال یو شمېر شاعرانو او لیکوالانو د ورته ادبي ناستو جوړول د ملي یووالي، فرهنګي همغږۍ او راتلونکو نسلونو ته د هېواد د تاریخي ارزښتونو د لېږد لپاره مهم وبلل.
په مشاعره کې ګڼ شمېر شاعرانو او ترانه‌ویونکو د هېواد د خپلواکۍ، ملي یووالي او وطن‌پالنې په اړه خپل ترتیب کړي شعرونه ګډونوالو ته وړاندې کړل، چې د ګډونوالو له لوري یې تود هرکلی وشو.

۱۴۴۸/۳/۸ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۴۵
Background image

غزني کې د یو شمېر ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د پوهنې ریاست په همغږۍ د اسلامي ثقافت په مرکز کې د دې ولایت یو شمېر امارتي او خصوصي ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته یو ورځنی علمي او فرهنګي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۱۱
Background image

زابل کې ادبي مشاعره ترسره شوه

زابل کې د زمري ۲۴مې او ۲۸مې د (خپلواکۍ) ورځو په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په انګړ کې ادبي مشاعره ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر وايي؛ چې یاده مشاعره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۸:۰
Background image

د فرهنګ او هنر معین د کابل له بالاحصار تاریخي سیمې څخه لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د تاریخي آبداتو د ساتنې او بیارغونې رئیس انجنیر محمد حسیب نسیمي، د لرغون پیژندنې رئیس مولوي سید ذبیح‌الله سادات، د ملي. . .

BACK TO NEWS