د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه  وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۴۶
...

دوشنبه (۱ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره یې سمون درلود، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه، همداراز، د کمېسیون د ساحوي کمېټې اسناد او فعالیتونه وارزول شول او په دې برخه کې لازمې لارښوونې ورته وشوې.
په همدې توګه، د غونډې په وروستۍ برخه کې د لیکوالانو او ژباړونکو سره د خبرو اترو په اړه، د هغوی د چاپي اثارو د محتوا د بډاینې او لا ښه والي په موخه بحث او نظرونه شریک شول او لازمې پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې کمېسیون ته راجع شوي ۱۰ ټوکه کتابونه د کمېسیون غړو ته ووېشل شول، تر څو یې راتلونکې غونډې ته راپور وړاندې کړي.
١٤٠٥/٦/٢٣ ه ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۵۲
Background image

سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو میعنیت له لوري د فاریاب سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته د (فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې) په نوم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۴۶
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه  وشوه

دوشنبه (۱ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د ۱۷مې ګڼې فرمان د ازموینې غوره ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمریت او تنویر فکري او فرهنګي ادارې، د کوهبند ولسوالۍ د ښوونځیو او مدرسو د ۷۰۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه. . .

BACK TO NEWS