له شاعرانو، لیکوالانو او نعت ویوونکو سره د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۹:۳۴
..

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د سنګین ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري د دې ولسوالۍ په عامه کتابتون کې له شاعرانو، لیکوالانو او نعت ویوونکو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د شعر، ادب او فرهنګ پر ارزښت، د شاعرانو او لیکوالانو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا، د ځوان نسل د ادبي استعدادونو پر ودي او د مطالعې د فرهنګ پر پراختیا او پیاوړتیا خبرې وشوې او ګډونوالو د دې ډول غونډو پر دوام او د شاعرانو او لیکوالانو ترمنځ د لا ښې همغږۍ پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

۱۴۴۸/۵/۱۹ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۱۰
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناستې وشوې

د پروان، هلمند او بامیانو ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ جلا جلا ناستې وشوې.
دغې ناستې د رسنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۳۲
Background image

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین؛ چې په دې ولایت کې د دودیزې کاشي‌ جوړونې هنر لا هم ژوند دی

د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي؛ چې په دغه ولایت کې د دودیزې کاشي ‌جوړونې هنر لا هم دوام لري او هره ورځ شاوخوا یومتر مربع لاسي کاشي تولیدېږي، چې مالي ارزښت یې تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۳۱
Background image

مجاهد موزیم ته یو شمېر جهادي آثار وسپارل شول

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند مجاهد موزیم ته د دغه ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ د اوسېدونکي حاجي دوران له لوري د نوموړي د شهید زوی شفیع الله شرافت یو شمېر جهادي وسایل. . .

BACK TO NEWS