اندخوی ولسوالۍ کې د مخدوم‌قلي فراغي د علمي، ادبي او فرهنګي مقام درناوي په موخه غونډه وشوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۲:۸
.

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د اندخوی ولسوالۍ د فرهنګپالانو او ځوانانو په نوښت او همکاریو په اندخوی ولسوالۍ کې د نامتو ترکمن شاعر مخدوم‌قلي فراغي د علمي، ادبي، فرهنګي او عرفاني مقام د درناوي په موخه غونډه وشوه.
په دغې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د مخدوم‌قلي فراغي د شخصیت، افکارو او ارزښتمنو اثارو په اړه وینا وکړه. د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس همدارنګه د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان ګډونوالو ته تشریح کړ او له علماوو کرامو، قومي مشرانو، فرهنګپالانو او د اندخوی د څلورو ولسوالیو له اوسېدونکو څخه یې وغوښتل چې د یاد فرمان د عملي کېدو په برخه کې له سیمه‌ییزو مسوولینو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ټینګار وکړ، چې د دغه فرمان په عملي کېدو سره به د واده او د فاتحو د مراسیمو د حج او عمرې له سفرونو د راستنېدو او نورو ټولنیزو غونډو کې ګڼ ناوړه دودونه او ډېر بې ځایه لګښتونه کم شي او د خلکو د لا ښه هوساینې لپاره به زمینه برابره شي.
ګډونوالو مخدوم‌قلي فراغي د ترک نړۍ له سترو شاعرانو او مفکرینو څخه وباله او د علم، اخلاقو، معنویت، ټولنیز یووالي او د ترکمن ولس د فرهنګي هویت په ساتنه کې یې د نوموړي رول وستایه.
د یادونې وړ ده، چې مخدوم‌قلي فراغي(Magtymguly Pyragy) د اتلسمې میلادي پېړۍ یو ستر ترکمن شاعر، متفکر، عارف او ټولنیز اصلاح‌کوونکی و، نوموړي د ژورو او له معنا ډکو شعرونو له لارې خلک د علم زده‌کړې، یووالي، عدالت، تقوا او ښو اخلاقو ته هڅول. د ښاغلي فراغي اثار یوازې د ترکمنانو ترمنځ نه، بلکې د سیمې د نورو ملتونو ترمنځ هم ځانګړی مقام لري.

۱۴۴۸/۱/۷ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۲:۸
Background image

اندخوی ولسوالۍ کې د مخدوم‌قلي فراغي د علمي، ادبي او فرهنګي مقام درناوي په موخه غونډه وشوه

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د اندخوی ولسوالۍ د فرهنګپالانو او ځوانانو په نوښت او همکاریو په اندخوی ولسوالۍ کې د نامتو ترکمن شاعر مخدوم‌قلي فراغي د علمي، ادبي، فرهنګي او عرفاني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۵۰
Background image

پنجشېر کې د عربي ژبې زده کړې وړیا ټولګي پرانیستل شو

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یو شمېر ځوانانو او د سیمه‌ئیزو ادارو کارکوونکو لپاره د عربي ژبې زده کړې وړیا ټولګي پرانیستل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نصرالله ملک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۵۷
Background image

تگاب ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د دې ولایت د تگاب ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

BACK TO NEWS