پنجشېر کې د عربي ژبې زده کړې وړیا ټولګي پرانیستل شو
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یو شمېر ځوانانو او د سیمهئیزو ادارو کارکوونکو لپاره د عربي ژبې زده کړې وړیا ټولګي پرانیستل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نصرالله ملکزاده وویل: د دې پروګرام د پرانیستلو څخه موخه د ځوانانو د دیني او علمي پوهې لوړول، د عربي ژبې د زده کړې زمینه برابرول او د ځوانانو او امارتي کارکوونکو علمي او مسلکي ظرفیت لوړول دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس زیاته کړه، چې په دې پروګرام کې به د عربي ژبې بېلابېل مضامين لکه قواعد، لوستل، لیکل، خبرې کول او د عربي ژبې لومړني مفاهیم تدریس کېږي.
دغه راز د ځوانانو د چارو آمر وویل: شاوخوا څلوېښت کسانو په دې روزنیز مرکز کې نوملیکنه کړې او په عملي ډول یې د عربي ژبې زده کړې پیل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست تر دې وړاندې هم د ځوانانو لپاره د انګلیسي ژبې، د قرآن عظیمالشأن د تجوید او کمپیوټر پروګرامونو د زده کړو وړیا ټولګي پیل کړي دي.
۱۴۴۸/۱/۷ هـ ق
