د اطلاعاتو او کلتور رئیس د رضا کارو ځوانانو کمېتې له مسؤلینو سره ولیدل

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۵۵
..

د کاپیسا اطلاعاتو او کلتور رئیس د دې ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ د رضاکارو ځوانانو کمېټې له مسؤلینو سره ولیدل او په فرهنګي او ښونیزو برخو کې یې د دوی اغیزمن فعالیتونه وستایل.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس په اوسني عصر کې یوالی او زده کړې مهم وبلل او ویې ویل: د یوې ټولنې د هوساینې او پرمختګ کچه د خلکو د زده کړې او د یووالي له کچې سره مستقیمه اړیکه لري.
د حصه اول کوهستان د رضا کارو ځوانانو کمېټې مسؤلینو هم د کاپیسا د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دوامدار ملاتړ څخه مننه وکړه او نوي روزنیز، فرهنګي او ښوونیز پلانونه یې له مسؤلینو سره شریک کړل.
دا په داسې حال کې ده، چې د رضاکارو ځوانانو کمېټې د یووالي، پیاوړتیا او د اسلامي ارزښتونو سره سم په روحي او جسمي توګه د ځوانانو روزلو په موخه د کاپیسا ولایت په نورو ولسوالیو کې هم فعالې دي.

۱۴۴۷/۹/۸ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۱
Background image

پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه ترسره شوه

پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه د پروان والي شیخ عزیزالرحمن منصور په مشرۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس، د امارتي ادارو مطبوعاتي مسوولینو او ویاندویانو، د رسنیو استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۱۹
Background image

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په مشرۍ د بېلابېلو رسنیو له مسؤولینو او استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د رسنیو د فعالیتونو، د کره او پر وخت معلوماتو د خپرولو، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۱
Background image

لوګر کې د فکري او اغېزمنو پروګرامونو خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې له لوري په دې ولایت کې د فکري او اغیزمنو پروګرامونو جوړولو او خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول.
د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS