لوګر کې د فکري او اغېزمنو پروګرامونو خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې له لوري په دې ولایت کې د فکري او اغیزمنو پروګرامونو جوړولو او خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار په دې ولایت کې د ټولو رسنیو فعالیتونه د ستاینې وړ وبلل او ویې ویل: د رسنیو فکري او عقیدوي پروګرامونه د ټولنې په رغونه کې مهم رول لري. نوموړي د رسنیزو فعالیتونو د لا ښه والي په موخه د رسنیو مسؤلینو ته یو شمېر اړینې سپارښتنې او لارښوونې هم وکړې.
ورته مهال د رسنیو مسؤلینو د ولایتي ادارې، په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له ملاتړ څخه مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې د ټولنې د غوښتنو، پوهاوي او ویښتیا په برخه کې به خپلې هڅې لازیاتې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې د رسنیو مسؤلین په مادي او معنوي ډالیو هم وستایل شول.
۱۴۴۸/۳/۲۷ هـ ق
