د اطلاعاتو او کلتور رئیس له نوښتګرو ځوانانو سره وکتل

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۵:۳۷
...

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي کریم الله وثیق په خپل کاري دفتر کې د دې ولایت له یو شمېر نوښتګرو ځوانانو سره وکتل.
مولوی کریم الله وثیق په دې لیدنه کې د اسلامي امارت په ژمنه (چې د نوښتګرو ځوانانو ملاتړی دی) تاکید وکړ او ځوانان یې لوړو موخو ته د رسېدو او لازیاتو کوښښونو کولو لور ته وهڅول.
ښاغلي وثیق زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت د ځوانانو علمي ظرفیت لوړونې او ودې په موخه کوښښونه کوي او د دوی نوښت ستایي.
د ناستې په پای کې راغلیو ځوانانو، د ځوانانو علمي ظرفیت لوړونې په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هڅو او کوښښونو څخه مننه وکړه.
۱۴۴۷/۲/۲۳ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۳:۳
Background image

ننګرهار کې د نویو سیاحتي سیمو د پېژندنې په موخه د ډله‌ ییزو سفرونو لړۍ پیل شوه

 ننګرهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د سیاحتي شرکتونو په ګډې همکارۍ د دغه ولایت نویو طبیعي او تفریحي سیمو د پېژندنې په موخه د ډله‌ ییزو سفرونو لړۍ پیل شوه.
د دې لړۍ لومړی سفر د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۴۰
Background image

خوست کې د کتابونو درې ورځني نندارتون کې شاوخوا ۲۵ زره تنو ګډون کړی وو

دغه نندارتون چې د خوست اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې په همکارۍ جوړ شوی و، د کتاب‌پلورونکو له لوري د کتابونو پر قیمت ۳۰ سلنه تخفیف اعلان شوی و، چې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۵۸
Background image

ګرمسېر کې شانداره مشاعره تر سره شوه

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ګرمسېر ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري د ګڼ شمېر ولسي وګړو په شتون کې شانداره میاشتنۍ مشاعره تر سره شوه.
په مشاعره کې د ګرمسېر. . .

BACK TO NEWS