د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند عامه کتابتون ته لسګونه ټوکه کتابتونه ډالۍ شول
د لوګر اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند عامه کتابتون ته د عروج تحقیقاتي او نشراتي ادارې له لوري د دې ولایت یو تن لیکوال محمد اسماعیل همت په همکارۍ ۵۷ ټوکه اصلاحي او فکري کتابونه ډالۍ شول.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د دغه کتابونو سپارل د کتابتون پیاوړتیا لپاره مهم یاد کړل او ویې ویل: اوس مهال په یاد کتابتون کې شاوخوا ۱۶ زره ټوکه کتابونه شتون لري.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د څرخ او برکي برک ولسوالۍ عامه کتابتونونو ته هم څه باندې ۴۲۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شوي وو.
۱۴۴۷/۱۰/۲۱ هـ ق
