د اطلاعاتو او کلتور وزير له ملي ارشیف څخه لیدنه وکړه
شنبه ( ۲۴ د جمادی الاولی ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي شيخ شيراحمد حقاني صاحب له ملي ارشيف څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې په ترڅ کې د ملي ارشیف رئيس قاري عبیدالله حنیف وزیر صاحب ته د ملي ارشیف د اسنادو، د اسنادو د بیارغونې او ډيجیټل کولو تر څنګ په ملي ارشیف کې د روانو فعاليتونو او پرمختګونو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل، همدا راز يې د یادو برخو د منابعو او وسايلو د غني کولو غوښتنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي شيخ شیراحمد حقاني صاحب وویل: دا چې ملي ارشیف د هیواد په سطحه یو له مهمو رياستونو څخه دی، ټولو ستونزو ته به يې رسیده ګي وشي، د ملي ارشیف د پرمختګ لپاره به اړين ګامونه واخېستل شي او د اسنادو د ساتنې لپاره به يې په معیار برابر وسایل او منابع چمتو کړو.
۱۴۰۴/۸/۲۴ هـ ل
