د اطلاعاتو او کلتور وزیر د جوزجان له والي سره وکتل 

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۹:۲۵
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر ښاغلي الحاج ملا خیرالله خیرخواه د جوزجان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفیق سره وکتل.
د لیدنې پر مهال د جوزجان والي ښاغلي شفیق په جوزجان کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فعالیتونو په لړ کې د جهادي آثارو د ساتنې په موخه د جهادي موزیم په جوړولو، فیض آباد ولسوالۍ کې د مطالعې کلتور د پراختيا لپاره عامه کتابتون ته د ودانۍ په جوړولو، د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوندو ځمکو د ودانولو پر څرنګوالي خبرې وکړې، همدا راز يې دې ولايت کې سيلانيانو ته د اسانتياوو په برابرولو او د ځوانانو مخ کې د شته ستونزو د حل په موخه اړه تفصیلي بحث وکړ.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي الحاج ملا خیر الله خیرخواه د جوزجان ولایت له والي سره په خبرو کې یادو موضوعاتو ته د رسیدنې ډاډ ورکړ، او زیاته یې کړه چې د جهادي آثارو د ساتنې په موخه به د جهادي موزیمونو د جوړولو سربیره، جهادي آرشیف او د تیر جهاد او مبارزې تاریخ هم ولیکل شي.

1447/3/1 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۳:۳
Background image

ننګرهار کې د نویو سیاحتي سیمو د پېژندنې په موخه د ډله‌ ییزو سفرونو لړۍ پیل شوه

 ننګرهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د سیاحتي شرکتونو په ګډې همکارۍ د دغه ولایت نویو طبیعي او تفریحي سیمو د پېژندنې په موخه د ډله‌ ییزو سفرونو لړۍ پیل شوه.
د دې لړۍ لومړی سفر د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۴۰
Background image

خوست کې د کتابونو درې ورځني نندارتون کې شاوخوا ۲۵ زره تنو ګډون کړی وو

دغه نندارتون چې د خوست اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې په همکارۍ جوړ شوی و، د کتاب‌پلورونکو له لوري د کتابونو پر قیمت ۳۰ سلنه تخفیف اعلان شوی و، چې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۵۸
Background image

ګرمسېر کې شانداره مشاعره تر سره شوه

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ګرمسېر ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري د ګڼ شمېر ولسي وګړو په شتون کې شانداره میاشتنۍ مشاعره تر سره شوه.
په مشاعره کې د ګرمسېر. . .

BACK TO NEWS