د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ له رضاکارو ځوانانو سره ناسته وشوه
د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوی کریم الله وثیق د ځوانانو چارو آمریت په همغږۍ، د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ له یو شمېر فعالو او رضاکارو ځوانانو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او په علمي برخه کې یې د دوی ترسره کړي فعالیتونه وستایل.
ښاغلي وثیق د زده کړو او عامه افکارو جوړولو برخه کې د دغو ځوانانو له ترسره کړیو فعالیتونو څخه مننه وکړه او ویې ویل: په نننۍ نړۍ کې زده کړې یو حیاتي او مهم اصل دي، د یوې ټولنې د پرمختګ او سوکالۍ کچه د خلکو او په ځانګړې توګه د ځوانانو د زده کړو له کچې سره مستقیم تړاو لري.
دغه راز د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ ځوانانو هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دوامداره ملاتړ څخه مننه وکړه او د ښاغلي وثیق سره یې د ځوانانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه خپلې نوې طرحې او پروګرامونه شریک کړل.
د یادونې وړ ده، چې د رضا کاره ځوانانو کمیټې په نجراب، کوهبند او اله سای ولسوالیو کې د ځوانانو فکرونو رغولو، علمي ودې او یو د بل منلو کلتور پیاوړي کولو په موخه جوړې شوي دي او دغه کمیټې به نورو ولسوالیو کې هم جوړې شي.
۱۴۴۷/۵/۱۴هـ ق
