د خپرونو چارو معین بغلان کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۱۶
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي بغلان ولایت کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره په لیدنه کې د رسنیو د وضعیت، ستونزو او اړتیاوو په اړه خبرې وکړې.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: د دغه ولایت رسنۍ له اړوندو ادارو سره په همغږۍ، د معلوماتو خپرولو او عامه پوهاوي په برخه کې خپل فعالیتونه په منظم ډول ترسره کوي او د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ همکاري هم زیاته شوې ده.
په دې ناسته کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي استازي او د تنویر ګروپ مسوول د خبریالانو په استازیتوب، د رسنیو ستونزې او اړتیاوې، (چې د اطلاع رسونې، د خبریالانو کاري خوندیتوب تأمین، اقتصادي ستونزې او د خبریالانو د ظرفیت لوړول پکې شامل و) بیان کړل.
ښاغلي فراهي د رسنیو له فعالیتونو څخه د مننې ترڅنګ، اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسي د حقونو پر تأمین او له رسنیو سره د دولتي ادارو پر لا زیاتې همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به د خبریالانو د ستونزو د حل او د رسنیو د اقتصادي ستونزو د کمولو په برخه کې پوره هڅې وکړي.

۱۴۴۸/۴/۱۰ هـ.ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۱
Background image

غور کې د ۱۷مې ګنې فرمان په اړه سلګونه بنرونه، بروشورونه او د پوهاوي نور چاپي مواد ووېشل شول

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د عامه پوهاوي د پروګرامونو په دوام، دا ځل د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان چې د ناسمـو دودونو او رواجونو د مخنیوي په موخه صادر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۱۶
Background image

د خپرونو چارو معین بغلان کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي بغلان ولایت کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره په لیدنه کې د رسنیو د وضعیت، ستونزو او اړتیاوو په اړه خبرې وکړې.
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۵۴
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د دریمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دریمې ناحیې (شهید څلور لارې) سیمې اړوند د لوحو او. . .

BACK TO NEWS