غور کې د ۱۷مې ګنې فرمان په اړه سلګونه بنرونه، بروشورونه او د پوهاوي نور چاپي مواد ووېشل شول

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۱
..

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د عامه پوهاوي د پروګرامونو په دوام، دا ځل د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان چې د ناسمـو دودونو او رواجونو د مخنیوي په موخه صادر شوی دی، د دغه فرمان اړوند د عامه پوهاوي مواد د ولایت په کچه ولسونو ته ووېشل.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالحی زعیم وایي، په دغو موادو کې بنرونه، بروشورونه، کتابچې، قلمونه، د سفر دعا او نور هغه توکي شامل دي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) پیغامونه او فرامین پکې لیکل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، دغه مواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو د معینیت له لوري د عامه پوهاوي په موخه یاد ریاست ته سپارل شوي وو، چې د ولایت مقام ادارې په همغږۍ د غور ښار، ښوونیزو بنسټونو او امارتي ادارو په کچه ووېشل شول. همداراز، یو شمېر مواد د قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او متنفذینو په واک کې ورکړل شول، تر څو د هغوی له لارې دغه پیغامونه ټولو خلکو، په ځانګړي توګه کورنیو ته ورسول شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د دغو پوهاوي پیغامونو وېش د ناسمـو دودونو او رواجونو د کمولو په برخه کې اغیزمن وبلله او له خلکو څخه وغوښتل، چې یاد پیغامونه خپلو کورنیو ته ورسوي او د ۱۷مې ګڼې فرمان له محتوا سره سم عمل وکړي.
ورته مهال، د غور یو شمېر اوسېدونکي د ۱۷مې ګڼې فرمان اړوند د پوهاوي موادو د وېش هرکلی کوي او وایي، په دغه فرمان کې شاملې لارښوونې د ملت او هېواد د خیر، ښېګڼې او فلاح لپاره دي او دوی هڅه کوي، چې خپل ټول دودونه او رواجونه د دغه فرمان له لارښوونو سره سم ترسره کړي.

۱۴۴۸/۴/۱۰ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۱
Background image

غور کې د ۱۷مې ګنې فرمان په اړه سلګونه بنرونه، بروشورونه او د پوهاوي نور چاپي مواد ووېشل شول

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د عامه پوهاوي د پروګرامونو په دوام، دا ځل د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان چې د ناسمـو دودونو او رواجونو د مخنیوي په موخه صادر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۱۶
Background image

د خپرونو چارو معین بغلان کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي بغلان ولایت کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره په لیدنه کې د رسنیو د وضعیت، ستونزو او اړتیاوو په اړه خبرې وکړې.
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۵۴
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د دریمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دریمې ناحیې (شهید څلور لارې) سیمې اړوند د لوحو او. . .

BACK TO NEWS